د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۳۳

پاکستان وايي وسلوال د عملياتو پر مهال افغانستان ته اوړي


د پاکستان پوځ د يکشنبې په ورځ وويل چې د سخت دريځو وسلوالو يوه ډله يې د دوى له مهم مرکز قبايلي سيمې د افغانستان ختيځ ته وشړله.

د پاکستان د پوځ په يوه اعلاميه کې ويل شوي، د وسلوالو په وړاندې يې په مومندو اجنسۍ کې هوايي او ځمکني عمليات کړي او په نتيجه کې يې ٢٥ وسلوال وژلي دي، خو پاتې نور وسلوال افغانستان ته واوښتل.

د پاکستان دا قبايلي سيمه د کونړ کوړنګل درې ته مخامخ پرته ده، چې امريکا ورڅخه تېر ميلادي کال خپل عسکر د دې لپاره وايستل چې د افغانستان د جنوب پر ګڼ مېشتو سيمو تمرکز وکړي، چې د طالبانو د ظهور اصلي سيمه ګڼل کېږي.

پاکستان شکايت کوي چې د کونړ له دې درې د امريکايي ځواکونو په وتلو سره وسلوالو کسانو ته خوندي مرکزونه په لاس ورغلل.

د ملېشه ځواکونو يوه افسر رويټرز اژانس ته وويل، کله چې موږ په قبايلي سيمه کې عمليات پيل کړل، دغه وسلوال افغانستان ته واوښتل او د دې هېواد په سرحدي سيمو کې خپلو مرکزونو ته ستانه شول.

امريکايي چارواکي بيا وايي په افغانستان کې د وسلوالو پرخلاف جګړه په پاکستان کې د سخت دريځو وسلوالو د خوندي مرکزونو له کبله بې تاثيره شوې ده.

د رويټرز اژانس په حواله، دا سخته ده چې په دې ليرې پرته سرحدي سيمه کې په خپلواک ډول د پوځي فعاليتونو تاييد واخيستل شي.

پاکستان افغانستان ته د وسلوالو د اوښتو ادعا په داسې حال کې کوي، چې افغان چارواکي بيا وايي په دې وروستيو ورځو کې د پاکستان له خاورې د توغنديو په ډزو کې افغانان وژل شوي دي. د کونړ والي سيد فضل الله وحيدي څو ورځې مخکې له ازادۍ راډيو سره په خبرو کې د څلورو ماشومانو مړينه تاييد کړه.

تر دې مخکې هم افغان چارواکو ورته ادعاوې کړې وې. د افغان چارواکو د دغو څرګندونو په باب پاکستان رسماً څه نه دي ويلي.
XS
SM
MD
LG