د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۲

ناټو:خوښ يو چې په تورلیست کې طالبان او القاعده مشران سره بیل شوي


د ناټو ځواکونو ویاند جنرال جوزف بلاټس
د ناټو ځواکونو ویاند جنرال جوزف بلاټس
په کابل کې د ناټو ځواکونو چارواکي د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له خوا د دغه سازمان په تور لیست کې له القاعده شبکې نه د طالبانو د بیلولو د پریکړه لیک هرکلۍ وکړ خو ویې ویل، چې دغه اقدام به په افغانستان کې د ترهګرۍ پر ضد روانه ستراتیژۍ کې کوم بدلون رانه ولي.

د ناټو ځواکونو ویاند جنرال جوزف بلاټس په کابل کې یوه خبري کنفرانس ته په وینا کې وویل، په افغانستان او سیمه کې القاعده شبکه موجوده ده او د ترهګرۍ پر ضد جګړې ته باید دوام ورکړل شي.

ښاغلي بلاټس د یوې پوښتنې په ځواب کې د ملګرو ملتونو نوی پریکړه لیک یو پرمختګ وباله خو ویې ویل، ستونزمنه ده چې په لنډ وخت کې یې په افغانستان کې اغیزې واروزول شي:

(ایساف د دې دوو نوېو پریکړه لیکونو هرکلۍ کوي، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ۱۹۸۸ او ۱۹۸۹ پریکړه لیکونه.

موږ یې هرکلۍ کوو. ځکه چې دا به د ترهګرو پر ضد د نړېوالو بندیزونو سیستم لا پياوړی کړي او دا یو ښه پرمختګ دی.

که څه هم دا به تر اوسه وختي وي، چې هغه اغیز په پوره توګه و ارزول شي چې دغه بدلون او نوي پریکړه لیکونه یې ښايي ولري.)

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د تیرې جمعې په ورځ یو نوی پریکړه لیک تصویب کړ چې له مخې یې د دې سازمان په تور لیست کې د وسلوالو طالبانو مشران د القاعده شبکې له غړو بیلیږي او دوي به د بیلو ډلو په توګه د ملګرو ملتونو له بندیزونو سره مخ وي.

نوموړي همدا راز د امریکا د دفاع وزیر رابرټ ګیټس د وروستیو څرګندونو په اړه چې ویلي یې دي، له طالبانو سره د امریکا لومړني روابط ټینګ شوي، وویل، که چیرې مذاکرات پیل شوي وي او یا هم د خبرو چینل پرانیستل شوی وي، نو دا ښه خبره ده.

نوموړي زیاته کړه، چې د ایساف له نظره دا باید یوه افغاني پروسه و اوسي او افغانان یې رهبري وکړي.

په افغانستان کې له وسلوالو مخالفینو سره په داسې حال کې د خبرو اترو هلې ځلې روانې دي، چې د کتوونکو په باور په دې هېواد کې تیرې لس کلنې جګړې نه یوازې دا چې د خلکو د وژل کېدو سبب شوې بلکې د ژوند پر چاپیرال یې هم ناوړه اغیزه کړې.

کرزي ته د کیمیاوي وسلو د استعمال راپورونه وررسیدلي

څو ورځې مخکې ولسمشر حامد کرزي هم ځوانانو ته په وینا کې د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، پخوا د کیمیاوي وسلو د استعمال راپورونه ور رسیدلی دي، چې دوي یې په اړه تحقیقات کوي،خو ښاغلي بلاټس دغه راپورونه رد کړل:

(ایساف کومه کیمیاوي وسله نه استعمالوي، ایساف په بشپړه توګه او سل به سلو کې د نړېوالو قوانینو او د وسلوالو شخړو د قوانینو اطاعت کوي او زه یې تکراروم چې ایساف په افغانستان او یا هم کوم بل ځای کې کومه کیمیاوي وسله نه استعمالوي.)

په تیرو څو کلونو کې هم وخت په وخت د افغانستان په جګړې کې د کیمیاوي وسلې د استعمال راپورونه ورکړل شوي دي، خو په دې اړه تر اوسه پورې د افغان دولت او یا هم نړېوالې ټولنې له خوا داسې کوم تحقیقات نه دي شوي چې دا خبره ثابته کړي.

کارپوهان وايي، چې د افغانستان په روانې جګړې کې د هرې مرمۍ ډز هم د ژوند په چاپیریال خپل منفي تاثیر درلودلای شي.
XS
SM
MD
LG