د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۹

په پاکستان کې د مهاجرینو نړېواله ورځ ولمانځل شوه


د جون شلمه د نورې نړۍ په شان په پاکستان کې هم د مهاجرینو د نړېوالې ورځې په توګه لمانځل کیږي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو ادارې یا UNHCR او نورو نا دولتي ادارو به پخوا په دې ورځ د مهاجرینو په بېلابېلو کمپونو کې غونډې کولې، د هغوي ستونزې به یې معلومولې او د حل لارې چارې به یې لټولې خو په وروستیو کلونو کې دا غونډې یواځې تر اسلام اباده محدودې شوي.

که څه هم د دې ادارې مسوولین د دا ډول غونډو جوړولو اساسي هدف په دې برخه کې د نړېوالو د پاملرنې جلبول بولي، خو د کابل اوسیدونکي محمد عمر چې له تیلو پنځلسو کالو راهیسې په پيښور کې اوسیږي بیا وايي، چې دا غونډې یواځې نمایشي بڼه لري او د دوي اساسي ستونزو ته هیڅ پاملرنه نه کیږي:

(دا ډول غونډې او سمینارونو موږ ته هیڅ ګټه نه رسوي، زموږ اصلي ستونزې دلته د معارف په برخه کې دي.

د امنيت په برخه کې دي او ځینې نورې، همدا شان که بیرته خپل هېواد ته ستنیدل غواړو نو هلته سر پناه نه لرو، دا هغه څه دي چې ملګري ملتونه ورته جدي پام وکړي، نه دا چې غونډې جوړوي او هسې تشريفاتي خبرې په کې کيږي)

د ملګرو ملتونو د یوه پریکړه لیک له مخې د دې ورځې د لمانځلو هدف د کوربه هېوادونو دولت او خلکو ته د کډوالو د ستونزو او حقوقو په اړه پر اګاهي ورکولو سربېره په نړېواله کچه هغوي ته د ورپيښو ستونزو پورته کول او د مرستو جلبول وي.

د دغه پریکړه ليک له مخې کوربه هېواد کډوالو ته د اسانتیاوو برابرولو او د هغوي د خوندیتوب مسوول ګڼل کیږي، خو د بلخ ولایت د چاربولک ولسوالۍ اوسیدونکی لال محمد چې له تیرو اته ویشتو کلونو راهیسې په پيښور کې ژوند کوي او په پاکستان کې د اوسیدو قانوي اسناد لري د نورو کډوالو په شان د امنيتي ادارو له ناسمې رویې شکایت کوي:

(په پاکستان کې مې ۲۸ کاله تیر کړي، هغه مهال چې پاکستان یو غريب هېواد و او زموږ پر سر په میلیاردونو ډالره بهرنۍ مرستې ورته را روانې وې، موږ ته په ښه سترګه کتل کیدل ،خو اوس سره له دې چې د اوسیدو قانوني اسناد یې هم راکړي له موږ سره ډير بد چلند کیږي او په سپکه سترګه راته کتل کیږي)

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د لویې کمشنرۍ په مرسته په ۲۰۰۲ میلادي کال کې له پاکستانه د افغان کډوالو د بیرته ستنیدو بهير پیل شو، خو په دې وروستیو کې د بیرته ستنېدونکو شمېر کم شوی .

یاده اداره له هر هغه افغان سره چې د پاکستان د احصایې ادارې له لوري د مهاجرت کارت ورکړل شوی وي تر یونیم سلو امریکايي ډالرو پورې نغدې مرسته کوي، خو یو شمېر افغان کډوال بیا د مرستو کموالی د بیرته نه ستنیدو اصلي لامل ښيي:

(موږ ته د بیرته ستنیدو پر مهال د کس پر سر یونیم سل امريکايي ډالر راکوي، خو تاسې پوهیږئ چې دا خو ان د لارې کرایې لپاره هم ناکافي دي.

موږ ته باید په وطن کې یوه نمره ځمکه راکړل شي او داسې مرستې راسره وشی چې په خپل کور کلي کې پرې ژوند وکولی شو)

د طالبانو د رژیم له پرزېدو او په افغانستان کې سولې او امن ته د هیلو له غوړېدو وروسته په میلیونونو افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه شول، د ملګرو ملتونو د اړوندې ادارې د مالوماتو له مخې له ۲۰۰۷ کال راهیسې چې مهاجرینو ته په پاکستان کې د اوسیدو قانوني اسناد ورکړل شوي څه باندې درې نیم میلیونه یې په خپله خوښه بیرته ستانه شوي، خو په دې وروستیو کې چې نا امني زیاته شوې په هماغه اندازه د بیرته ستنیدونکیو شمېر کم شوي.

دا مهال په پاکستان کې یو میلیون او شپږ لکه هغه افغان مهاجرین اوسیږي چې دې هېواد د ۲۰۱۲ کال تر پایه په خپله خاوره کې د اوسیدو قانوني اسناد ورکړي.

مجيب الرحمان انګار،پيښور
XS
SM
MD
LG