د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۳

پاکستان:امریکا په کرمه ایجنسۍ کې ګڼ شمېر مخالفین وژلي


د پاکستان په قبائلي سیمه کرمه ایجنسۍ کې دولتي چارواکي وايي، د مشکوکو بې پيلوټه امريکايي الوتکو په دوو بریدونو کې د دولت ګڼ شمېر وسله وال مخالفین ووژل شول.

په سیمه کې یوه دولتي مسوول د خپل نوم نه ښودلو په شرط وویل، چې دې الوتکو د یکشبنې په ورځ نژدې غرمه مهال د کرمې په لرې پرته خړ ډنډ نومي سیمه کې د وسله والو پر یوه موټر څو توغندي وتوغول چې له امله یې درې تنه ووژل شول.

نوموړي دا کسان د دولت وسله وال مخالفین وبلل، خو زیاته یې کړه چې د هويت په اړه یې پوره مالومات نه دی ترلاسه شوي.

بل خوا په سیمه کې یوې بلې دولتي سرچینې بیا اصلي شمېره شپږ تنه ښودلی، نوموړي چې نه یې غوښتل نوم او غږ یې خپور شي وویل، لومړی برید د وسله والو پر یوه موټر او بل یې پر یوه پناه ځای شوی، چې په دواړو کې درې درې تنه وژل شوي.

دغه دولتي مسوول هم د وژل شوېو د هويت په اړه بې خبري وښوده، خو زیاته یې کړه چې په دې سیمه کې یو شمېر ځايي وسله والې ډلې فعالې دي چې په وینا یې له پاکستاني طالبانو سره نژدې اړيکې لري او د دې غورځنګ سیمه ييز جنګيالي بلل کیږي.

بل خوا د منیر په نوم یوه ځايي اوسیدونکي د عیني شاهدانو له قوله د وژل شوېو شمېر اووه تنه وښوده، نوموړي له سیمې د تیلیفون پر لیکه ازادۍ راډيو ته وویل:

(په دې وروستیو کې له شمالي وزیرستانه ګڼ شمېر طالبان دې سیمې ته راغلي او دلته یې فعالیت پيل کړي.

دغو وسله والو د خوست او کرمې ترمنځ پر لویه لار یو پاټک جوړ کړی و چې له بار وړونکيو او نورو موټرو نه به یې پيسې اخیستې.

په ننني برید کې همدا پاټک او هم د طالبانو یو موټر په نخښه شوی چې په ترڅ کې یې اووه تنه وژل شوي)

کرمه یوه له هغو سیمو ده چې له تیرې څه باندې یوې لسيزي راهیسې په کې د ځايي شعیه او سني او سیدونکو ترمنځ مذهبي شخړې روانې دي چې په ترڅ کې یې له دواړو خواو څخه په سلګونو تنه وژل شوي، کلي او کورونه له منځه تللي او د تګ راتګ لارې تړل شوي.

خړ ډنډ دکوزې کرمې یوه لرې پرته سیمه ده چې له شمالي وزیرستان او اخوا له افغانستان سره ګډې پولې لري.

ددې سیمې په اړه ویل کیږي، چې د شمالي وزیرستان وسله وال طالبان ورته تګ راتګ کوي او ان په دې سیمه کې یې ځينې مرکزونه هم پرانیستي.

له ۲۰۰۴ میلادي کال راهیسې چې بې پيلوټه الوتکو د پاکستان پر قبائلي سیمو بریدونه پيل کړي دا څلورم وار دی چې کرمه ایجنسي په نخښه کيږي.

له دې وړاندې په ۲۰۰۹ او لسم کې پر شهدانو ډنډ او تالو کونج سیمو کې د دولت پر وسله والو مخالفینو ورته بریدونه شوي وو.

بل خوا ځینې راپورونه وايي، وروسته تر هغې چې پر شمالي وزیرستان د پاکستان د احتمالي بریدونو ګنګوسي مخ پر زیاتیدو شول یو شمېر وسله والو طالبانو او له القاعده سره تړلیو ډلو کرمې ته مخه کړې او د دې ایجنسۍ په لرې پرتو سیمو کې یې پناه ځایونه جوړ کړي، خو د پاکستان پوځي سرچینو لا د دې خبر پخلی نه دی کړی.

پر کرمې باندې دا بریدونه په داسې حال کې شوي چې مشکوکو بې پيلوټه الوتکو د پاکستان له ښکاره مخالفتونو سرسره له تیرې څه مودې راهیسې په وزیرستانونو یوارې بیا دا لړۍ ګړندۍ کړې.

متحد ایالات د پاکستان ځینې قبائلي سیمې د تروریزم ځالې بولي او وايي، چې دا بریدونه پر ځايي خلکو نه بلکې پر هغه چا کوي چې د سیمې او نړۍ امنیت یې له خطر سره مخ کړی خو پاکستان په کراتو د دې لړۍ د بندولو غوښتنه کړې.

مجيب الرحمان انګار،پيښور
XS
SM
MD
LG