د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۵ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۴:۰۰

علمي:افغانستان د سيمې د هېوادونو په زيان هوکړه نه کوي


د ولسمشر کرزي یو ویاند حامد علمي
د ولسمشر کرزي یو ویاند حامد علمي
په جمهوري ریاست کې چارواکي وایي، چې د ایران له دفاع وزیر سره د ولسمشر کرزي په لیدنه کې په عمومي ډول د دواړو هېوادونو ترمنځ په همکارېو او همدا راز د سیمې په امنیت خبرې وشوې.

د ولسمشر کرزي یو ویاند حامد علمي له ازادۍ راډیو سره په مرکه کې وویل، چې په دې لیدنه کې د افغانستان د روانو حالاتو د امنیتي مسؤلیتونو د انتقال او د امریکا سره د ستراتیژیکو اړیکو د تړون په اړه خبرې شوي.

دا مرکه په کابل کې د ازادۍ راډیو خبریال حمید مهمند کړې، چې د همدې پاڼې په کیڼ اړخ کې يي تاسو د اوریدو بلنه درکوو.
XS
SM
MD
LG