د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۳

ایکنبیري:د کرزي وروستۍ څرګندونې د امریکایانو غرور ترپښو لاندی کوي


په افغانستان کې د امریکا سفیر پرون پر بهرنیو ځواکونو د افغان ولسمشر حامد کرزي د مکررو انتقادونو په وړاندې سخت عکس العمل ښکاره کړ، چې دا د امریکا او افغانستان ترمنځ اړیکو کې د ښکاره اختلافاتو څرګندوی دی.

کارل ایکنبیری هرات ولایت ته د سفر په ترڅ کې د هرات پوهنتون محصلینو او استادانو ته په یوه غونډه کې وویل، چې د افغان مشرانو یو لړ څرګندونې نا راحت کونکې او نامناسبې دي او زیاته یي کړه، کله چې هېواد یې د اشغالګر او تر هغه په بل بد نوم یادیږي، دا زموږ غرور ترپښو لاندې کوي او د کارونو د دوام لپاره زموږ لیوالتیا کموي.

که څه هم ایکنبیری چې د کار موده یې ډير ژر پای ته رسیږي، د ولسمشر نوم وانخیست خو هغه دا څرګندونې وروسته له هغې کوي چې افغان ولسمشر په وروستیو کې څو ځلې په افغانستان کې د ایتلافي ځواکونو پرهڅو سخت انتقاد کړي دي.

وروستی ځل کرزي د تیرې میلادي میاشتې په پای کې ویلي و، چې د دې خطر زیات دی په افغانستان کې د امریکا تر مشری لاندې د ناټو ځواکونه د اشغالګر ځواک په توګه وپیژندل شي که دغه ځواکونه هغه هوایي عملیات بند نه کړي چې په نتیجه کې یې ملکیانو ته مرګ ژوبله اوړي.

په افغانستان کې د امریکا سفیر په داسې حال کې د کرزي د انتقادونو په وړاندې عکس العمل څرګندوي چې د امریکا ولسمشر بارک اوباما به په دې نژدې راتلونکي کې پریکړه وکړي، چې څه شمېر عسکر په روان دوبي کې له افغانستانه وباسي.

له دې سره سم د راتلونکې جولای له میاشتې په افغانستان کې داوو سیمو امنیتي چارې هم افغان امنیتي ځواکونو ته سپارل کیږي.

ایکنبیري د هرات پوهنتون محصلینو او استادانو ته په وینا کې وویل، پر امریکا د افغان مشرانو انتقادونو په دې هېواد کې په جګړو کې د ښکیلو امریکایانو مورال زیانمن کړی دی.

ایکنبیري په خبرو کې چې متن یې د امریکا د سفارت له خوا خپور شوی او لویدیځو رسنیو ترلاسه کړی وویل، زه باید تاسو ته ووایم چې ما ستاسو د مشرانو یو شمېر انتقادي څرګندونې ځورونکې او نامناسبې موندلي دي.

هغه وویل، کله چې امریکایان د سرو او مال په زیات لګښت ستاسو په هېواد کې خدمت کوي او کله چې دوي اوري چې له اشغالګرو سره پرتله کیږي، یا یې په اړه ویل کیږي چې دوي یواځې د خپلو ګټو د پراختیا په خاطر دلته راغلي او هغه د افغانستان د خلکو ظالم دښمنان په ګوته کیږي، د دوي ذهنونه مغشوش کیږي او دلته په هلو ځلو کې د ستومانۍ احساس کوي.

ایکنبیري دا ومنله، چې امریکا په افغانستان کې تیر وتنې کړي خو ټینګار یې وکړ، چې امریکایان ښه خلک دي او هیڅکله یې هم هڅه نه ده کړې چې په نړۍ کې یو ملت اشغال کړي.

د امریکا د سفیر په توګه له ولسمشر کرزي سره د ایکنبیري اړیکي له لوړو ژورو ډکې وې.

هغه واشنګټن ته په یوه استولي پټ سند کې چی ویکې لیکس انټرنټ پاڼې څه موده مخکې خپور کړی ویلي و، چې حامد کرزی د افغانستان د ودانولو لپاره یو باوري شریک نه دی.

له دې پېښې وروسته هغه یوه موده هڅه وکړه، چې له افغان ولسمشر سره اړیکي بیرته عادی کړي خو اوس چې د کار موده یې په ختمیدو ده او ډیر ژر به د سفارت چارې رایان کروکر ته وسپاري، ظاهرا دې نتیجې ته رسیدلی چې اوس یې وخت دی چې په ډاګه خپل نظر بیان کړي.

لویدیځو ډیپلوماتانو تل په عام محضر کې پر ولسمشر له انتقاد کولو ډډه کړې، خو د ایکنبیري له دغو څرګندونو بریښي چې نور لویدیځ نه غواړي چې کرزي په دې خاطر معاف کړي چې په کورني سیاست کې ورته ستونزې راولاړې نه شي.
XS
SM
MD
LG