د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۰

حقیق:د انتخاباتو په اړه څیړل شوي پایلې به په څو ورځو کې اعلان شي


د ځانګړې محکمې د پریکړې د اعلانیدو د وخت په رانږدې کېدو سره د افغانستان د ولسي جرګې په غړو کې د اندیښنو یوه نوې څپه خوره شوې.

له همدې امله د یکشنبې په ورځ دغې جرګې د چوپتیا له اعتراض سره سره د ځانګړې محکمې په اړه خبرې وکړې او دغه محکمه یې یو ځلې بیا غیرمشروع وبلله.

د ځانګړې محکمې رئیس قاضي صدیق الله حقیق وايي، چې محکمې د ولسي جرګې په تیرو انتخاباتو کې د څه باندې درې سوو پنځوسو دوسیو په اړه خپلې څیړنې بشپړې کړې دي او نور د پریکړې د اعلانولو وخت راغلی دی.

ښاغلي حقیق ازادۍ راډیو ته وویل، چې ټاکل شوې وه د روانې اونۍ د دوشنبې په ورځ محکمې خپله پریکړه اعلان کړې وه، خو د تخنیکي ستونزو له امله د څو ورځو لپاره و ځنډیدله:

(موږ سبا غونډه درلودله، باید غونډه مو کړې وه، خو له یو لړ تخنیکي ستونزو سره مخ شو، د هغې په له منځه تلو سره به موږ خپله پریکړه اعلان کړو.

موږ یوازې د تیرو څو میاشتو د کار په ترڅ کې د حقیقتونو د موندلو په اساس د هغو کاندید وکیلانو د حقوقي ادعاوو په اړه، که چیرې خدای مه کړه د چا حق خوړل شوی وي، موږ په همدې اړه خپل حکم صاردوو، دا چې په نتیجه کې یې څوک له ولسي جرګې وځي او څوک ور ننوځي، دا نو بیا په اړوندو ارګانونو پورې اړه لري. )

قاضي حقیق هغه تخنیکي ستونزې، چې د دوي غونډه یې ځنډولې د مناسب ځای نشتوالی او په دوسیو کې ښکیلو خواوو ته د احوال ورکولو لپاره د وخت کموالی وباله.

خو هغه بیا هم په ډاګه نه کړه، چې د دوي د پریکړې د اعلانولو ورځ به کومه وي.

د ځانګړې محکمې چارواکي په داسې حال کې په نږدې راتلونکې کې د خپلو پریکړو د اعلانولو خبره کوي چې د ولسي جرګې مرستیال خالد پښتون ادعا کوي چې د افغانستان د عدلیې وزیر او د اساسي قانون پر تطبیق د څارنې د کمیسیون رئیس دغه محکمه غیر قانوني بللې.

له ډیرو هلو ځلو سره سره ونه توانیدلو، چې د ښاغلي پښتون د څرګندونو په اړه د عدلي د وزیر حبیب الله غالب نظر واخلو.

بل خوا د اساسي قانون پر تطبیق د څارنې د کمیسیون رئیس ګل رحمن قاضي ازادۍ راډیو ته په دې اړه له څه ویلو ډډه وکړه خو ویې ویل، دغه کمیسیون به په یوې مطبوعاتي اعلامیې کې خپل دریځ په ډاګه کړي.

ځانګړې محکمه د معترضو کاندیدانو له خوا د ولسي جرګې په تیرو انتخاباتو کې د درغلیو د ادعا و د څیړنې لپاره د جمهور رئیس په منظورۍ جوړه شوې .

معترض کاندیدان ادعا کوي، چې ولسي جرګې ته یو شمېر کسان په تقلب او درغلیو تللي، هغه تور چې د ولسي جرګې غړي یې ردوي.
XS
SM
MD
LG