د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۲

څارونکي:ممکن امریکا له طالبانو سره په خبرو کې ښکیل وي


پرون افغان ولسمشرحامد کرزي د لومړني چارواکي په توګه له طالبانو سره د امریکا د متحدو ایالتونو خبرې تایید کړې او ویې ویل چې دا خبرې پیل شوې دي .

دیپلوماټان وايي، د طالبانو او امریکا تر منځ خبرې اترې په ډیرو لومړنیو مرحلو کې دي، خو د ولسمشر کرزي وروستۍ څرګندونې دا ښيي چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو د پیل په درشل کې په دې هېواد کې د شخړې پر سیاسي هواري تمرکز زیات شوی دی .

څارونکي وايي، د وسلوالو طالبانو سره په هر ډول اوربند او جوړ جاړې کې د دې ډلې د مشر ملا عمر چې امریکایي پر سر لس میلیونه ډالره انعام ټاکلی دی ملاتړ ضروري دی .

خو ملاعمر چې فکر کېږي پاکستان کې به چیرې وې، ځای موندنه یې لا هم یو لویه ستونزه ده .

د امتیازګل په نوم یو پاکستاني لیکوال او څیړونکي د فرانسې خبري اژانس ته ویلي فکر کوي چې له طالبانو سره د سولې په خبرو کې د امریکا لپاره ملاعمر ضرور دی او دوي هڅه کوي چې مستقیمې خبرې ورسره وکړي .

د فرانسې د خبري اژانس په وینا فکر کېږي، چې ملا عمر به په کوټه کې وي خو پاکستان وايي د نوموړي په اړه معلومات نه لري .

وروسته له هغې چې اسامه بن لادن ووژل شو ډیر څارونکې په دې باور دي چې ملا عمر به ښايي اوس زر زر خپل استوګنځي بدلوي .

د افغانستان د ملي امنیت ادارې د اسامه بن لادن له وژل کېدو لږ وروسته وویل ملا عمرپه کوټه کې له خپله ځایه بې ځایه شوې خو دا یې ونه ویل چې نوموړي اوس چېرې تللی دی .

له بلې خوا افغان ولسمشر چې په دې وروستیو کې په یو سفر پاکستان ته تللې و وايي، پاکستان اوس له پخوا ډير غواړي چې د افغانستان په سوله کې مرسته وکړي .

خو طالبانو بیا بیا ویلي، څو چې بهرني ځواکونه له افغانستان څخه نه وي وتلي دوي هیڅ ډول خبرو ته تیار نه دي .

د فرانسې خبرې اژانس د طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد له خولې وايي، موږ په وار وار دا خبره کړې چې موږ له امریکا سره په هیڅ ډول خبرو کې نه یوو ښکیل او څو چې بهرني ځواکونه افغانستان کې وي هیڅ ډول خبرې هم نه کوو .
XS
SM
MD
LG