د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۱

د عشر او زکات د راټولو لپاره لایحه بشپړه شوی


د افغانستان حکومت په داسې حال کې د عشر او ذکات د راټولو لپاره لایحه رامنځ ته کوي، چې په دې وروستیو کې دغه حکومت پر بهرنیو مرستو د خپلې اتکا د راکمولو لپاره هلې ځلې زیاتې کړي.

د افغانستان د حج او اوقافو وزارت وايي، چې ذکات او عشر دوه مهمې عایدادتي سرچینې دي او د راټولو لپاره یې د یوې ځانګړې لایجې د جوړېدو کار نږدې پای ته رسولی.

د دې وزارت ویاند حبیب الرحمن صالحي ازادۍ راډیو ته وویل، ټاکل شوې له بشپړیدو وروسته دغه لایحه خپلو قانوني مراجعو ته واستول شي، هغه وویل، په دې لایحې کې د عشر او ذکات د راټولولو او ویشلو لارې چارې په ګوته شوي:

(دا لایحه یوه عامه لایحه ده چې په ټولو واجب ده چې وريي کړي او د لګښت لارې يي هم په ګوته شوي دي.)

ښاغلي صالحي وویل، چې د حج او اوقافو وزارت دیني عالمانو ته لارښوونه کړې چې په خپلو ویناوو او وعظونو کې د عشر او ذکات په اهمیت خلک پوه کړي تر څو هغوي خپله د عشر او ذکات ورکولو ته چمتو شي.

دغه لایحه باید د افغانستان د وزیرانو د شورا و او بیا د ملي شورا له خوا له تصویب وروسته پلي شي.

څه موده مخکې د حج او اوقافو وزارت د عشر او ذکات د راټولو د مشاورت اداره هم پرانیستله.

د اسلام له نظره له یو لړ شرایطو سره سم په مسلمانانو د ذکات او عشر ورکول فرض دي، خو دا به له هغې مالیې سربیره وي چې د مالیاتو د قانون له مخې یې په بېلابېلو برخو کې خلک دولت ته تسلیموي.

د مالیې وزارت سلاکار نجیب منلي ازادۍ راډیو ته د حج او اوقافو د وزارت د نوې لایحې په اړه له نظر ورکولو ډډه وکړه او ویې ویل، کله چې د دې لایحې د تطبیق وخت راشي بیا یي په اړه خپل نظر ورکړي.

خو دیني عالمان عشر او ذکات له مالیې بیل شی بولي او وايي، چې د فقر له له منځه وړلو سره مرسته کوي.

د مذهبي چارو یو تن کارپوه قاضي محمد حسن حقیار ازادۍ راډیو ته وویل، چې عشر او ذکات باید یوازې فقیرانو ته ورکړل شي:

(ذکوات د اسلام یوه فریضه ده او دا د غریبانو حق ده او همدارنګه عشر هم د ذکوت یو ډول ده چیرته چې په ریښتیا اسلامي شریعت حاکم دی هغې کې د ذکوت ادارې شته دي.)

د افغانستان حکومت په داسې حال کې له خلکو د عشر او ذکات د اخیستلو لایجه جوړه کړې چې په دې وروستیو کې داسې راپورونه ورکړل شول، چې په ځینو شمالي ولایتونو کې د عامه نظم پولیس هم په غیر قانوني توګه له خلکو عشر او ذکات اخلي، په ځینو سیمو د طالبانو له خوا هم ورته هڅې شوي دي.

له دې سربیره ناامنی او اداري فساد په سمه توګه د عشر او ذکات د راټولولو د پروګرام په مخ کې ستر خنډونه ښکاري، خو که حکومت د دغه پروګرام په پلي کولو برلاسی شي نو د عایداتو یوه اضافي منبع به په ګوتو ورشي.
XS
SM
MD
LG