د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۷

د روسیې مشهورې مبارزې يلینا بونر له نړۍ سترګې پټې کړې


روسي رسنیو د یکشنبې په ورځ خبر ورکړ، چې په روسیه کې د بشري حقونو مشهوره مبارزه او د نوبل د جایزې د ګټونکې اندرې ساخاروف میرمن يلینا بونر د اته اتیا کالو په عمر وفات شوه .

میرمن بونر د شوروي اتحاد په دوره کې د حکومت مخالفه وه او د شوروي نظام تر نسکورېدو وروسته دې د بشري حقونو د ساتنې او د دیموکراسۍ د پراختیا لپاره هلې ځلې کړې دي .

په دې دوره کې دا د روسیې د صدراعظم ولادیمیر پوتین د انتقاد کونکو څخه وه.

د میرمن بونر لور، تاتیانا ینکیلیویج، په یوې خبرپاڼه کې وویل، چې د دې مور په وروستیو کلونو کې د امریکا د مساچوست د ایالت د باستون په ښار کې ژوند کاوه او د شنبې په ورځ همدلته مړه شوه، خو دې د میرمن بونر د مړینې علت څرګند نه کړ .

میرمن بونر د نولس سوه درویشتم میلادي کال د فبرورۍ په میاشت کې په اوسني ترکمنستان کې وزیږیده، خو د دې مور او پلار دواړه د جوزیف ستالین په دوره کې ووژل شول .

د دوهمې نړېوالې جګړې په کلونو کې دې د نرسې په توګه کار کاوه، خو وروسته د ستالین په دوره کې چې د یهودانو ضد مبارزه پرمخ تله دا د طب پوهنځې څخه وویستل شوه .

میرمن بونر په کال نولس سوه دوه اویا کې د هستوي فزیک د استاد اندری سخاروف سره واده وکړ .

سخاروف هغه کس وو، چې لومړی ځل یې په شوروی اتحاد کې د اټوم بم جوړ کړ، خو وروسته یې د سولې او بشري حقونو لپاره مبارزه پیل کړه .

میرمن بونر، چې د شوروي اتحاد د تنقید کونکو د نهضت غړي وه، تل به یې د خپل میړه د لیدو لپاره چې د ګورکې په ښار کې بندي وو، تلله .

میرمن بونر او سخاروف په نولس سوه اتیایم کال کې پر افغانستان باندې د شوروي اتحاد د تجاوز سخته غندنه وکړه .

له همدې کبله دا د محکمې له خو ا د شوروي ټولنې او دولت د بدنامولو په تور محکومه شوه .

ښاغلي سخاروف او میرمن بونر په نولس شپږ اتیایم کال کې کله چې میخایل ګورباچوف د شوروي اتحاد مشر وټاکل شو مسکو ته راغلل او د ښاغلي ګورباچوف د اصلاحاتو څخه یې ملاتړ وکړ، خو ښاغلي سخاروف د نولس سوه نهه اتیایم کال د دیسمبر په میاشت کې یعنې دوه کاله مخکې چې شوروي اتحاد نسکور شو وفات وکړ .

په روسیه کې د بوریس یلسین د واکمني په دوره کې میرمن بونر د بشري حقونو د دولتي کمیسیون مشره وه، خو کله چې یلسین په چیچنیا کې د بیلتون غوښتونکو مبارزینو د ټکولو لپاره د ځواکونو د استولو پریکړه وکړه، میرمن بونرهم د دې کار په اعتراض کې د بشري حقونو له کمیسون څخه استعفي وکړه.

تیر کال میرمن بونر په یوې عریضه کې چې د ښاغلي پوتین د استعفي غوښتنه په کې شوې وه لاسلیک وکړ .

د میرمن بونر د لور د خبر پاڼې له مخې د میرمن بونر د جنارې مراسم به د سې شنبې په ورځ مساچوست کې تر سره شي او وروسته به د میرمن بونر د وصیت له مخې دې جسد وسوزول شي او ایرې به یې د ماسکو په یوې هدیره کې د دې د میړه مور او ورور د قبرونو تر څنګ خاورو ته وسپارل شي.
XS
SM
MD
LG