د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۰

د اسامه له وژلو وروسته ترهګر سخت وځپل شول


نیویارک ټایمز د لوړ رتبه امریکایي مقاماتو له قوله لیکي، د یوه کال په ترڅ کې په سیمه کې د القاعده شبکې شل تر دیرشو پورې مهم مشران وژل شوي دي.

له دې سره سم په افغانستان کې د سولې لپاره هڅې هم چټکې شوې دي او داسې ښکاري چې له طالبانو سره خبرې هم دوام لري، څو دوي د سولې په پروسې کې شامل شي .

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د تیرې شنبې په ورځ یو وار بیا وویل، چې له طالبانو سره د سولې خبرې پیل شوي او ان متحد ایالات هم په کې ګډون لري.

له طالبانو او نورو هېوادوالو سره چې د افغانستان اساسي قانون مني د افغانستان پرمختګ غواړي، د افغان ملت ازادي، دیموکراسي او د دې هېواد تر لاسه شوي ویاړونه مني له هغوي سره دا خبرې اترې پیل شوې دي .

انشااله دا خبرې سمې روانې دي او همدا شان بهرني ځواکونه په ځانګړي توکه خپله متحد ایالات دا خبرې اترې پرمخ بیايي.

که څه هم چې سپینۍ ماڼې او د متحد ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت له طالبانو سره مستقیمې خبرې نه دې تایید کړي، خو په دې خبرې ټینګار کوي چې په افغانستان کې د سولې له پروسې څخه ملاتړ کوي .

د متحد ایالاتو ولسمشر د ۲۰۰۹میلادي کال په دیسمبر کې افغانستان ته د درې دیرش زره نوېو امریکايي عسکرو د تګ امر ورکړی وو، چې له دې سره په افغانستان کې د امریکايي عسکرو شمېر یو لکو ته ورسېده .

امریکايي مقامات په دې بارو دي چې د ولسمشر اوباما دا پریکړه ګټوره وه .

د دوي په نظر د امریکايي عسکرو له ډیریدو سره له طالبانو څخه د جګړې ابتکار اخیستل شوی او اوس دوي په خورو ورو ځان وژونکو حملو او چاودونو لاس پورې کوي او په مستقیم میدان محاربوي میدان کې له بهرنیو او افغان ځواکونو سره نه مخامخ کیږي .

د امریکایي مقاماتو په وینا له تروریزم سره په جګړې کې دا پرمختګونه بې ساري او د نظر وړ دي .

نو په دې حساب د امریکا په ځینو سیاسي کړېو په تیره په کانګرس کې دا نظر ورځ تر ورځې پیاوړی کیږي چې امریکا نور په افغانستان کې زیاتو عسکرو ته اړتیا نه لري او هر څومره ژر چې ممکنه وي باید خپل ډیر شمېر عسکر بیرته خپل هېواد ته وغواړي .


امریکا په لومړي پړاو کې څومره سرتیري له افغانستانه وباسي؟

د متحد ایالاتو ولسمشر بارک اوباما افغانستان ته د عسکرو د لیږلو په مهال ویلي وو، چې د روان جولای په میاشت کې به له افغانستانه د خپلو عسکرو په ویستلو پیل وکړي او اوس هم د دې هېواد پوځي قوماندانان او د دې هېواد نور مقامات په دې مشوره کوي چې په لومړي پړاو کې څومره سرتیري له افغانستانه وباسي .

خو یو شمېر لوړ رتبه امریکايي مقامات په دې نظر دي له افغانستانه د عسکرو ویستل په دې هېواد کې د جګړې د میدان له شرایطو پورې تړاو لري .

د دوې په اند که چیرته بیړه وشي هغه پرمختګونه یې چې د تیر یوه کال په موده کې په افغانستان کې لرل له لاسه به یې ورکړي .
XS
SM
MD
LG