د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۳

په افغانستان کې عادي ژوند ته د ورګرځیدو ستونزمنه لار


په افغانستان کې هغه وسلوال مخالفین چې له اوږدې جګړې نه له لاس پر سر کیدو وروسته د سولې له پروسې سره یو ځای کیږي، بیرته عادي ژوند ته د ور ګرځیدلو لپاره یوه اوږده او ستونزمنه لار په مخ کې لري.

په دې وروستیو کې د د دولتي چارواکو د ادعاوو له مخې په بېلابېلو ولایتونو کې ډلې ډلې وسلوالو مخالفینو خپله وسله پر ځمکه ایښي او د سولې له بهیر سره یو ځای شوي دي، خو یو شمېر دغه کسان له دولت نه شکایت کوي چې له دوي سره کړې ژمنې یې نه دي پوره کړي.

د کندهار د پنجوايي ولسوالۍ اوسیونکی مولوي عزیزالله اغا یو له دغو کسانو څخه دی چې شاوخوا نه میاشتې مخکې له دولت سره یو ځای شو.

نوموړي ازداۍ راډیو ته وویل، په تیرو نهو کلونو کې یې په جنوبي ولایتونو کې د طالبانو د پوځي او قضايي مسئول په توګه کار کړی او درې وروڼه یي هم له دولت او نړېوالو ځواکونو سره په جګړو کې وژل شوي دي:

( له بهرنیانو سره مو ډیرې مقابلې کړي دي، زموږ د ملګرو له بهرنیانو سره سرو کار و، خو کله کله به مو له ملي اردو، د عامه نظم پولیسو او نورو دولتي ځواکونو سره هم چې کله به د بهرنیانو په مخ کې روان ول، جګړې شوي دي.

زما خپله درې وروڼه شهیدان شوي دي، زما سره چې شل کسان راغلي دي، د دوي د هر یوه دوه وروڼه، یو ورور یا د کاکا زامن زما سره ول او شهیدان شوي دي.)

خو له اوږدې جګړې ستړی مولوی عزالله اغا سره له دې چې د سولې له پروسې سره یو ځای شوی دی، وايي، په ژوند کې یې کوم خاص توپیر نه دی راغلی، ځکه چې دولت ورسره کړې ژمنې نه دي عملي کړي، دا چې دا ژمنې څه دي نوموړي ازادۍ راډیو ته وویل:

(په تیرو اتو نهو میاشتو کې د ملي امنیت له ریاست او سولې له پروژې پرته چې شل زره افغانۍ یې راسره مرسته کړې، نو هیچا له ما سره کومه مرسته نه ده کړې، له ما سره ژمنه شوې وه، چې امنیت به دې نیسو، زما سره ژمنه شوې وه، چې د تا ملګرو ته به د کار زمینه برابریږي، نه ده برابره شوې. باید یوه یوه نومره ځمکه خو زما ملګرو ته ورکړل شوې وه.)

عزیز اغا وايي، دی بې سواده نه دی، دوه پکړۍ یې تړلي نو دولت باید رسمي دنده هم ورکړې.

په شمال کې هم ورته ګیلي شته:

که له جنوبه ور تیره شو په شمال کې هم یو شمېر پخواني وسلوال مخالفین ورته ګیلې کوي.

په مزارشریف کې دا مهال د امن د میلمستون په نوم یوه ځای کې هغه کسان ساتل کیږي، چې له دولت سره یو ځای شوي دي.

د بلخ د چهاربولک ولسوالی یو اوسیدونکی زلمی چې له دولت سره یو ځای شوی، وايي، په دې ځای کې شاوخوا دیرش نور کسان هم ورسره اوسیږي.


له بارانه راغلم ناوې ته کښیناستم:

زلمي هم د کار او سرپناه له نشتوالي او اقتصادي ستونزو سربیره له امنیتي ګواښونو شکایت کوي او وايي، له کله چې له دولت سره یو ځای شوی څو ځلې پرې وسلوالو مخالفینو د برید هڅه کړې. نوموړي د تیلیفون لارې ازادۍ راډیو ته وویل:

(زه له بارانه راغلم ناوې ته کښیناستم، لکه چې ما مخکې وویل، کله به چې د دولت کسان دباندې راوتل، نو موږ چې طالبان و، خلکو به له موږ سره همکاري کوله.

خلکو به زنګونه وهل او خبرولو به یي، خو اوس یو وخت ګورو چې د کور مخې ته مو طالبان په موټر سایکل راشي، څوک خبر نه راکوي چې طالب درغی.

هغه ورځ یې پر موږ حمله وکړه، ابله ورځ یې هم پر موږ حمله وکړه، خو ښه و دولتي ځواکونو په شا وتمبول او کو زیان یې را ونه رساوه.)

په تیرو څو کلونو کې یو له هغو ادارو څخه چې د سولې له پروسې سره یې د وسلوالو مخالفینو د یو ځای کولو په برخه کې فعالیتونه کړي، هغه د سولې د ټینګښت او ملي پخلاینې کمیسیون دی.

د حضرت صبغت الله مجددي په مشرۍ دغه کمیسیون ادعا کوي چې د خپل فعالیت په تیرو شپږو کلونو کې یې څه کم نه زره وسلوال مخالفین، چې یو شمېر چارواکي هم په کې شامل دي، د سولې له پروسې سره یو ځای کړي دي.

د دې کمیسیون مرستیال سید شریف یوسفي وايي، چې د دغو کسانو لپاره د کار د زمینې د برابرولو او له هغوي سره د اقتصادي مرستو په برخه کې یې پروګرامونه درلودل خو له پرمخ بولو سره یې چا مرسته ونه کړه:

(موږ پراخ پروګرامونه درلودل، لکه د قالین اوبدلو، نجاري، تخنیک او تکنالوژي او د کمپیوټر په برخو کې.

یعنې غوښتل مو، چې هغوي ته کار پیدا کړو او حرفه پروژې ورته ولرو، خو له بده مرغه د بودیجې او امکاناتو د نشتوالي له امله مو ونه شو کړای چې خپلې دا پروژې فعالې کړو. )

ښاغلی شریفي زیاته کړه، له ولایتي چارواکو څخه یې غوښتي چې د سولې له پروسې سره یو ځای کیدوونکو مخالفینو ته دې په مناسب قیمت د هستوګنې نومرې ورکړي، خو وايي، زیاترو ولایتي چارواکو د دوي دې غوښتنې ته ځواب نه دی ویلی.

د افغانستان د سولې د عالي شوار رئیس برهان الدین رباني څه موده مخکې ولسي جرګې ته په وینا کې ادعا وکړه، چې په تیرو څو میاشتو کې د دوي د هلو ځلو په نتیجه کې شاوخوا اولس سوه وسلوال مخالفین له دولت سره یو ځای شوي او له همدومره شمېر نورو سره هم خبرې روانې دي.

د دې شورا مرستیال عطا الله لودین هم له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې وویل، چې دغو کسانو ته د کار پیدا کولو او د امنیت په برخه کې یې دوي ولایتي کمېټې لري:

(د افغانستان د سولې عالي شورا په ولایتونو کې کمېټې جوړې کړي دي، دا کمېټې درې برخې لري، یوه ولایتي کمیټه لرو او د هغې په ترکیب کې بیا انکشافي او امنیتي کمیټې هم شته.

دا کمېټې د دوي لپاره د کار زمینه برابروي، چې وکولای شي عادي ژوند ته را وګرځي، دا کمېټې د دوي د امنیت د ټینګولو په برخه کې کار کوي، د دې لپاره چې دوي عادي ژوند ته راوګرځي، زموږ ولایتي کمېټې په دې برخه کې کار کوي. )

خو ښاغلي لودین زیاته کړه، چې د سولې د عالي شورا کار د وسلوالو مخالفینو تسلیمول نه دي بلکې د دوي اساسي کار د وسلوالو مخالفینو د بېلابېلو ډلو له مشرانو سره مذاکراتو او روغې جوړې ته لاره برابرول دي.

یو شمېر کارپوهان په دې باور دي چې که د سولې له پروسې سره یو ځای کیدوونکو کسانو ته د کار زمینه برابره نه شي او د وژند کچه یې لوړه نشي، نو د دې ویره موجوده ده چې دوي یو ځلې بیا وسلوال مخالفت ته لاس کړي.

د ولسي جرګې یو غړی سید اسحق ګیلاني په دې اړه ازادۍ راډیو ته وویل:

(زه فکر کوم، چې حکومت به په دې کې ډیر پاتې راشي، ځکه چې د افغانستان د هغو خلکو لپاره هم کار نشته، کور نشته، د هغوي لپاره ځمکه نشته.

دا وسلوال چې راځي د هغوي لپاره یوازې یوه چپنه او پګړۍ کفایت نه کوي، د دوي لپاره باید د کار زمینه برابره شي، د ځمکې د جایداد او د کور زمینه ورته مساعده شي، که نه نو د دې ویره شته چې دوي په څو ورځو کې بیرته خپله پخوانۍ لاره ونیسي او دا به د نظام لپاره یوه بل ستونزه وي.)

بې کاري او اقتصادي ستونزې یو له هغو عواملو څخه دي چې د یو شمېر کارپوهانو په باور له امله یي د افغانستان په ډیرو سیمو کې ځوانان له وسلوالو مخالفینو سره یو ځای کیدو ته هڅوي.

که څه هم په تیرو څو کلونو کې په بېلابېلو برخو کې خلکو ته د کار کولو زمینه تر یوه حده مساعده شوې، خو زیاتره خلک بیا هم دا کافي نه بولي.

یو شمېر کارپوهان په دې باور دي، چې په اقتصادي برخه کې د اساسي پروژو پلي کیدل په افغانستان کې د سولې له پروسې سره هم مرسته کولای شي.
XS
SM
MD
LG