د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۴

احمدزی: سږکال به په هېواد کې د پانګونې کچه لوړه شي


روح الله احمدزی د افغانستان د پانګې اچونې د ملاتړې ادارې د پانګونې د پراختیا مشر
روح الله احمدزی د افغانستان د پانګې اچونې د ملاتړې ادارې د پانګونې د پراختیا مشر
په افغانستان کې د پانګونې ملاتړې اداره هیله منده ده چې د ترکمنستان څخه د ګازو د نل لیکې په غزیدو او د کانونو په داوطلبۍ سره به د بهرنیو پانګوالو له خوا په افغانستان کې د پانګه اچونې کچه لوړه شی.

روح الله احمدزی د افغانستان د پانګې اچونې د ملاتړې ادارې د پانګونې د پراختیا مشر همداشان هغه راپورونه هم د اندیښنې وړ ونه بلل، چې د روان کال په لومړې ربعه کې د بهرنیو پانګوالو له خوا په پانګه اچونه کې کمې راغلی دی.

ښاغلی احمدزی وایي، چې که د سږکال په لومړۍ ربعه کې د بهرنیو پانګونو په برخه کې کموالی راغلی خو له بل لوري په هیواد کې دننه د کورنیو پانګوالو له خوا په پانګونو کې زیاتوالی راغلی دی.

نوموړی همداشان وایي، چې ښایي په دې برخه کې د کال تر پایه د بهرنیو پانګوالو له خوا هم پانګونه وشي.

دی د پانګوالو لپاره شتو امکاناتو ته په اشارې وایي:

″دا چې موږ د ۲۰۱۱ او د ۲۰۱۲ د لومړیو ربعو ارقام اعلان کړو، دا په دې معنی نه ده، چې د افغانستان د پانګونې چاپیریال ته ستر تشویش او ګواښ په توګه فکر وکړو.

د ترکمنستان نل لیکه چې په ملیاردونو ډالرو ارزښت لري، د دې تاثیر به دا وي، چې نور بهرني پانګه وال افغانستان ته راشي او د نل لیکې په نورو بېلابېلو برخو کې دوی خپلې پانګونې وکړي.

په دې وروستیو کې په بدخشان او بغلان کې د طلاوو معدنونه ترکانو ته وسپارل شول او نن سبا به د دې مراحل پای ته ورسیږي.

که د دغو پانګونو مجموعي ارقام اعلان کړو، زه په دې باور یم چې افغانستان به سږکال د پانګونې په برخه کې ښه ارقام ارایه کړي او دا به یو ښه زېری واوسي.″

په افغانستان کې په وروستیو څو کلونو کې په څلورو برخو کې ۵،۶ میلیارده ډالره د کورنیو او بهرنیو پانګوالو له خوا پانګونه شوې چې د پانګونې له نیمایی ډیره برخه په ساختمانې چارو کې شوي.

ښاغلی احمدزی وایي، چې په دویمه کتګورۍ کې د خدماتو، دریم صنایعو او په څلورمه برخه کې د کرهنې څانګه راځې چې په روان کال کې یې د کرهنې او صنایعو برخو ته لومړیتوبونه ورکړي دي.

له دې مخکې یو شمېر رسنیو داسې راپورونه خپاره کړی وو، چې د ۲۰۱۱ کال په لومړې ربعه کې ۳۵ په سلو کې د بهرنیو پانګوالو په پانګونه کې کمی راغلی دی.

ویل کیږي، چې د روان کال په لومړۍ ربعه کې د بهرنیو پانګوالو پانګونه ۱۷ میلیونه ډالره ده، حال دا چې د ۲۰۱۰ کال د لومړۍ ربعې پانګونه ۱۵۶ میلیونه ډالره ته رسیده.

په ورته وخت کې، د کورنیو پانګوالو د پانګونې کچه د ۲۰۱۰ کال په لومړی ربعه کې ۱۴۰ میلیون ډالره وه، حال دا چې د ۲۰۱۱کال په لومړۍ ربعه کې ۱۷۴ میلیون ډالره ته لوړه شوې ده.

په افغانستان کې د پانګې اچونې ملاتړې اداره ډاډ ورکوي، چې په افغانستان کې د پانګوالو څخه ملاتړ کوي او په دې برخه کې د هر راز مرستو ژمنه کوي.‎

له بل لورې دا اداره وایي، چې په افغانستان کې د پانګونې په برخه کې یو شمېر شرایطو ته باید له سره کتنه وشي.

ښاغلی احمدزي دې ټکې ته په اشارې وایي:

″له نیکه مرغه په تېرو اوو کلونو کې چې په افغانستان کې اقتصادي قوانين رامنځ ته شوي دي دا د دې ښکارندوي دي، چې موږ د قوانینو د جلب او جذب لپاره چاپیریال چمتو کوو اما د دې تر څنګ زموږ توقع دا ده، چې زموږ هغه لازمې مشوقې او هغه لازم شرایط او تجربې چې د نورو هېوادونو دي باید کابل په کال، لکه ترکیه چې د پانګونې پروسې ته هرکال بیا کتنه ورته کوي، موږ هم باید دغو شرایطو بیا کتنه وکړو او یو ځل بیا خپلې ستراتیژۍ او تګلارو ته پام وکړي. دغه شان موږ بیا کولای شوي چې د پانګونې په جلب او جذب کې په برخه کې ستر ګامونه پورته کړو.″

د مګړې په افغانستان کې د ۵،۶ میلیاره ډالرو د پانګونې ډیره برخه په لومړې سر کې افغان پانګوال او په بهر کې میشت د افغان اوسیدونکو او په دویم قدم کې د بهرنیانو ده.

په افغانستان کې د پانګونې اداره په افغانستان کې د پانګونې په برخه کې یو شمیر ستونزو ته اشاره کوي او وایي، چې امنیتي شرایط، اقتصادي زیربناوو ته نه لاس رسی، د بریښنا کموالی، د سړکونو خرابوالی او په ځانګړی ډول په سیمه کې سیاسي او امنیتی کړکیچ او ترانزیتي ستونزې له هغو لویو خنډونو څخه دي، چې په مستقیم او غیرمسقیم ډول په افغانستان کې په پانګونې اغیز لري.

دا چې افغانستان وچې ته راګیر هیواد دی، تل په سیمه کې د ګاونډیو هیوادونو د کړکیچنو سیاستونو له امله نه یوازې د سیاست په برخه کې قربانۍ ورکوي بلکې د اقتصادي پلوه هم ‌ډیر زیانمن کیږي.‎

رپورټ: مخفي عزیزي
XS
SM
MD
LG