د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۹

ولسمشر کرزی: د بن په دویم کنفرانس کې باید افغانستان یوواحد استازیتوب ولري


ولسمشر کرزی وايي، که د بن په غونډه کې د افغانانو غږ په دوو برخو وویشل شي نو موږ په کې ګډون نه کوو.
ولسمشر کرزی وايي، که د بن په غونډه کې د افغانانو غږ په دوو برخو وویشل شي نو موږ په کې ګډون نه کوو.
په داسې حال کې چې ټاکل شوې د افغانستان لپاره د بن دوهم کنفرانس جوړ شي، افغان ولسمشر حامد کرزی وایي، که چیرې په دې کنفرانس کې د افغانانو د استازیتوب مساله افغان دولت ته ونه سپارل شي نو دوی به په دې کنفرانس کې ګډون ونه کړی.

افغان ولسمشر حامد کرزی چې د شنبې په ورځ په کابل کې د ځوانانو د ستونزو د هوارولو دوه ورځینۍ جوړې شوې غونډې ته وینا کوله، وویل، چې باید د بن په دوهم کنفرانس کې د افغانانو غږ واحد او د افغان حکومت په استازیتوب جګ شي.

نوموړي د بن تیر کنفرانس ته په اشارې وویل، چې په هغه کنفرانس کې د افغانانو غږ تیت و.

داسې ګنګوسې موجودې دي، چې شاید په دې کنفرانس کې د افغانانو رول بیا هم په دوه برخو وویشل شي.

خو ښاغلی کرزی ګواښ کوي او وایي، که چېرې په دې کنفرانس کې د افغانو غږ په دوه برخو وویشل شي، نو افغان حکومت به په دې کنفرانس کې له ګډون څخه ډډه وکړي.

″د بن دوهم کنفرانس ډېر مهم کنفرانس دی، په اول بن کنفرانس کې افغانستان د ډلو په شکل هلته ناست و، دا ځل به افغانستان هلته د دولت په توګه ناست وي.

که خدا کړل، چې ګاونډیان او طالبانو سره خبره تر دې ځایه ورسیږي چې دوی هم هلته راشي، نو دوی دې د افغانستان په جامه کې کښېني نه د پردیو په جامه کې. یا به واحد افغانستان هلته ناست وي یا به موږ به دې غونډه کې ګډون نه کوو.″

ښاغلي کرزي همدا راز په افغانستان کې د سولی هڅو ته هم په اشاری وویل، چې دوی غواړي دغه هڅې لا ګړندۍ کړي.

طالبانو سره، چې د افغانستان اساسي قانون مني او د افغانستان او افغانانو پر مختګ مني د سولې خبرې اترې پیل شوي دي.همدا شان بهرنیو قوتونو په ځانګړي توګه امریکا دا مذاکره خپله مخ ته وړي.
ولسمشر کرزی.

نوموړي وویل، چې له وسله والو مخالفینو سره د امریکا په مشرۍ تماسونه ټینګ شوي او ټاکل شوې، چې له پاکستان سره هم د سولې د خبرو اترو په اړه د سولې د ګډ کمیسیون پایلی هم په راتلونکې یوه میاشت کې روښانه شي.

نوموړي د افغانستان لپاره سږ کال بر خلک ټاکنونکې وباله او ویې ویل، غواړي په دې کال کې امریکایي ځواکونو ته د پوځي اډو په ورکولو او افغان ځواکونو ته د امنیتي مسوولیت د سپارلو سره جوخت د سولې بهیر ګړندۍ شي.

″په دې کال کې له هغو طالبانو سره، چې د افغانستان اساسي قانون مني او د افغانستان او افغانانو پر مختګ مني د سولې خبرې اترې پیل شوي دي.

همدا شان بهرنیو قوتونو په ځانګړي توګه امریکا دا مذاکره خپله مخ ته وړي.″

په افغانستان کې داسې مهال له طالبانو سره د سولې په خبرو اترو زور اچول شوی، چې اوس اوس ملګرو ملتونو د امنیت په شورا کې په تور لیست کې وسله وال طالبان او القاعده شبکه جدا کړې.

افغان دولت او د سولې عالي شورا، چې د سولې چارې پر مخ وړي، د دې پروسې د تحقق لپاره یې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ته د یوشمېر طالب مشرانو نومونه ورکړي، څو د دې شورا له تور لیست څخه وباسي، چې په دې چارې هم د ملګرو ملتونو له خوا کار روان دی.

خو وسله وال طالبان بیا په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د شتون په صورت کې له افغان حکومت سره د سولې هر ډول خبرې اترې رد کړي دي او په خپل جګړه ایز رول ټینګار کوي.

راپور: ذکیه غیاثي
XS
SM
MD
LG