د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۸ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۲۴

په تېر یو کال کې د سولې عالي شورا څه کړي؟


لودین وايي، هیله لرم چې زموږ درپروسه تر پای ته ورسېدو پورې په هېواد کې سوله تامین شوي وي.
لودین وايي، هیله لرم چې زموږ درپروسه تر پای ته ورسېدو پورې په هېواد کې سوله تامین شوي وي.
که څه هم ځینې کتونکې په تیر یوه کال کې د سولې د عالي شورا کارونه نیمګړې بولي، خو د دې شورا چارواکي وایي، چې د پخلاینې د هڅو لپاره یې په هیواد کې دننه او بهر پراخ ملاتړ جلب کړی دی.

د سولې د عالي شورا مرستیال عطاالله لودین دې ته هیله مند چې د ۲۰۱۴ کال ترپایه به وکولای شي، په افغانستان کې ملي یووالی ټینګ او د سولې امکانات برابر کړي.

د سولې د عالی شورا مرستیال وړاندې وایي:

″هیله لرم چې تر ۲۰۱۴ کاله پورې زموږ پروسه پای ته ورسیږي، په هېواد کې سوله تامین شوي وي او بهرني ځواکونه له ملکه وتلي وي، ملي وحت تامین شوي وي او د راتلونکي نظام لپاره توافق ترسره شوي وي.

د افغانستان خلک به یو باثباته او د سولې لرونکی هیواد ولري. دا خبرې به نورې وي او دا داسې پروژه نه ده چې لس کاله به دوام کوي.

هغه غوښتنه چې په ۲۰۱۴ کال کې دې خارجي قوتونه له افغانستانه وځي دا به تکمیلیږي او دا لومړنۍ او جدي غوښتنه ده، چې دا شرط به پوره کیږي او سوله په منځ ته راځي.″

د دې شورا په وینا دوی نه یوازې په هیواد کې دننه په دېرشو ولایتونو کې د خپلو د دفترونو په پرانستلو سره هڅې ګړندۍ کړي، بلکې له هیواده بهیر په سیمه ایزه او نړیواله کچه د پراخ ملاتړ د جلبولو لپاره کار کوي.

خو کتونکي او په تیره بیا ځینې پخواني طالب چارواکي دا هڅې ځکه نیمګړې بولي، چې د دوی په وینا د دغو هڅو لپاره یو مشخص ادرس نه دی موجود.

د طالبانو د رژیم د بهرنیو چارو وزیر مولوي وکیل احمد متوکل وویل، چې د افغان دولت، نړیوالې ټولنې څخه بیلابیل هیوادونه اود مخالفینو جلا جلا کسان د سولې خبرې کوي، چې اغیز نه لري او د خپلو لوریو سم استازیتوب نه شي کولای.
ضرور ده، چې درې سره ښکېل اړخونه (طالبان، د افغانستان دولت او بهرني قوتونه)، د دغو جدي والی، د دغو ادرسونو تثبیت شي. نو زه فکر نه کوم چې طالبان په دغسې یوې شورا باندې باور ولري.

متوکل


دا چې د ښاغلي متوکل په باور روانې هڅې د طالبانو لپاره د قناعت وړ دی که څنګه، داسې یې ځوابوې:

″په داسې حال کې چې د افغانستان د دولت مشران په خپله هم له داسې حالت څخه رنج وړي او اظهارات کوي، نو طبعي خبره ده چې دوی هم په داسې یو دولت باندې باور نه کوي.

بناءً ضرور ده، چې درې سره ښکېل اړخونه ( طالبان، د افغانستان دولت او بهرني قوتونه)، د دغو جدي والی، د دغو ادرسونو تثبیت شي. نو زه فکر نه کوم چې طالبان په دغسې یوې شورا باندې باور ولري.″

د ځانګړي ادرس مساله په داسې حال کې مطرح کیږي، چې څه موده مخکې د طالبانو په استازیتوب د ملا منصورپه نامه یو کس له افغان چارواکو سره خبرې وکړې، خو بیا معلومه شوه، چې دې په کوټه کې یوعادې دکاندار و.

خو د سولې د عالي شورا مرستیال ښاغلی لودین وایي، چې د همدې ستونزې د هوارې لپاره هڅې روانې دي، چې په یو هیواد کې وسله والو مخالفینو ته دفتر پرانستلی شي، څو له یو واحد ادرس سره خبرې وشي.

طالبانو ته د رسمي دفترونو پر ورکولو موافقه شوې:

د مخالفینو په ځانګړی ډول د طالبانو لپاره د دفتر د پرانستلو بحثونه د ترکېې، قزاقستان، سعودي عربستان او ترکمنستان سره شوې، چې ټولو طالبانو ته د رسمې دفترونو له ورکولو سره موافقه کړې ده.

د سولې عالي شورا وایي، چې په ترکیه کې طالبانو ته د دفتر کار یې بشپړ کړی او په لنډ وخت کې به د مخالفو وسلوالو د ډلو استازي په دغه هیواد کې مذاکرو ته کښیني.

″د مخالفینو ځینو مشرانو د مذاکراتو لپاره ځان ته یو مصون ځای غوښت، چې هغه مصون ځای زموږ لپاره ترکیه وه او دوی هم پرې موافقه وکړه.

خبره تقریباً نهایي شوې ده، چې دوی ته به هلته دفتر پرانیستل کیږي او خبرې به پیلیږي. دوی ته دفتر ورکړل شوی دی، خو رسماً کار یې نه دی پیل شوی او دا دفتر به زموږ د تفاهم او مذاکرې ځای وي.″

موږ دلته داخلي او بهرني مشکلات لرو، د سولې په شوري کې داسې کسان شته چې د د سولې د شوری له اهدافو سره موافقه نه لري حتی مخالفت کوي.

بشر

له بل لورې یو شمیر نور کارپوهان په دې باور دي، چې په افغانستان کې د دریو لسیزو څخه ډیره جګړه په لنډ وخت کې پای ته نه شي رسیدلی.

د کابل پوهنتون استاد ډاکټر فاروق بشر په داسې حال کې چې د سولې د روانو هڅو ملاتړ کوي، دا هم وایي، چې په هېواد کې د دایمي سولې د ټینګښت لپاره سیمه اییز او نړیوال ملاتړ ته د دې لپاره هم ډیره اړتیا ده؛ چې روانه جګړه نړیواله بڼه لري.

″موږ دلته داخلي او بهرني مشکلات لرو، د سولې په شوري کې داسې کسان شته چې د د سولې د شوری له اهدافو سره موافقه نه لري حتی مخالفت کوي.

له هېواد څخه بهر هم داسې مخالفتونه شته، پاکستان باید له موږ سره په دې برخه کې همکاري کړې وای. که چېرې د سولې په بهیر کې داخلي او بهرني ملاتړ موجود نه وي د سولې شورا څه نه شي کولای.″

په افغانستان کې د پخلاینې لپاره د سیمه ایز او نړیوال ملاتړ په جلبولو دا ټنیګار په داسې حال کې کیږي، چې وسله وال مخالفین بیا د خبرو د پیل لپاره ځینې مهم شرایط لري.

د وسله والو مخالفینو یوه اساسي غوښتنه له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتل دي، چې د ښاغلي لودین په وینا د امنیتي مسوولیتونو د انتقال بهیر له بشپړیدو سره به پوره شي.


دستراتیژیک تړون په اړه پرېکړه دودیزه جرګه کولای شي:

خو دا چې د افغانستان او امریکا ترمنځ ستراتیژیک تړون، چې ممکن له مخې یې امریکا ته دایمي اډې ورکړل، شي کوم خنډ رامنځ ته نه کړي. ښاغلي لودین وایي، چې له دې تړون سره به یوازې په هغه صورت کې موافقه کیږي، چې د افغانستان خپلواکي، ځمکنې بشپړتیا، دینې او ملي ارزښتونو سره په ټکر کې نه وي.

ښاغلی لودین وایي دا ټول هغه څه دي، چې د ټولو مخالفینو په ګډون یې افغان ولس هم غواړي او په دې اړه به وروستۍ پریکړه دودیزه لویه جرګه وکړي.

″عنعنوي لویه جرګه راغوښتل شوې ده، دا جرګه به په پنځو یا شپږو میاشتو کې خپله لومړنۍ غونډه کوي، له دې وروسته به دا مساله پارلمان ته ځي.

په دې وخت کې به موږ په دې توانیدلي یو، چې د دولت له مخالفینو سره په به په ډېرو مسایلو بحث وکړو، نو کله چې بیا موږ له دوی سره د مذاکرې مېز ته کېښنو په همدغې موضو کې به هم موږ د دوی نظریات اخلو.

د سولې تر راوستو مخکې داسې شرطونه اېښودل کیږي چې هغه د سولې په نامه نه دي او د سولې تر عنوان لاندې یې نه شو بللی.

صابر

تر دې دمه به له مخالفینو سره خبرې تر یوه حده رسیدلي وي، چې موږ به یو ادرس پیدا کړی وي او دوی به له موږ سره د مذاکرې مېز ته ناست واوسي او له هغوی نه به دا غوښتنه کیږي چې په دې جرګې کې ګډون وکړي.″

د سولې عالی شورا د ۲۰۱۰ کال د جون په میاشت کې د سولې د ملي مشورتي جرګې په سپارښتنه جوړه شوه، چې په کې د نهو میرمنو په ګډون اوویا تنه غړي لري.

د دې شورا د جوړښت په اړه پورته شوې پوښتنې بله مساله ده، چې تر ډېره یې خلک د دوی په کارونو بې باوره کړي.

عام خلک د دې شورا د کارونو په اړه شکونو د پورته کېدو یو اساسي علت د هغې په جوړښت کې په جګړه کې د ښکیلو کسانو موجودیت بولي.

″۱- محمد صابر: نه پوییږم چې د کمیسیون په مشرانو کې کمبودي ده او که د دوی په نورو غړو کې، زما په نظر ولسمشر کرزي د خلکو پرسترګو هسې یوه پرده غوړولې ده او هغوی غولوي.

په افغانستان کې سوله راوستل ممکنه ده؟

نو کله چې دوه ډلې سولې ته کېنول کیږي، دریم کس باید داسې یو څوک وي، چې هغه له دواړو خواوو سره ښې اړیکې ولري. نو زما په خیال په داسې حالاتو کې په افغانستان کې د سولې راوستل او ټینګول ناممکنه خبره وي.

۲ - د سولې تر راوستو مخکې داسې شرطونه اېښودل کیږي چې هغه د سولې په نامه نه دي او د سولې تر عنوان لاندې یې نه شو بللی.

کوم شرایط چې کېښودل کیږي، درېمګړی یې باید په دواړو لورو عملي کړي، چې باید واړه مساوي وساتل شي.

یوه پروسه ده، خو د سولې د راوستلو لپاره اغیزمنه نه ده، چې هېڅ یې نه دي کړي او هېڅ به هم ونه کړای شي.

۳ - صدیق الله: که چېرې له یوې خوا د دولت له مخالفینو سره خبرې کیږي، خو له بلې خوا دوی چې په خپله په دولت کې موجودیت لري د دې مخالفت کوي. نو لومړی باید په دولت کې دننه باید په دې جوړ راشي، چې له مخالفینو سره سوله و کړي، نو دا سوله له لومړی سر نه نیمګړې ده، ځکه چې دوی په خپلو منځو کې سره جوړ نه دي.″

خو د شورا یو شمیر غړي په دې نظر دي، چې په شورا کې د هرې مخالفې ډلې او ګوند غړی شته چې په ښه ډول کولای شي، د خپلو نورو مخالفو سره خبرو ته کښینې او هغوی سوله اییز ژوند ته وهڅوي.

مخالفین باید په موږ ډېر باور وکړي، مخالف ماته راغلی، ما ته یې ویلي چې زه تاسره کښېنم، له ما سره د یوې پیاوړې ډلې، پیاوړی طالب ناست دی، د خپلې خور په شان یې راسره خبرې کړي او راته یې ویلي، چې ما مه افشا کوه.

نورستانۍ

د سولې د عالي شورا مشري د جمعت اسلامي مشر برهان الدین رباني کوي، چې لومړې مرستیال یې عطاء اله لودین د حزب اسلامي غړی او دویم مرسیتال عبدالحکیم مجاهد د طالبانو پخوانی چارواکی دي. حال دا، چې د شورا دریم مرستیالي اسدالله وفا ته، چې د اوسني نظام ملاتړی دی ورکړل شوې.

د سولې په عالی شورا کې نهه میرمنې هم غړیتوب لري، چې د سولې په بهیر کې د دوی کارونو ته تل د شک په سترګه کتل کیږي.

میرمن هوا عالم نورستانۍ که څه هم د ښځو په لږ شمیر انتقاد کوي، خو له دې سره مخالفه ده او وایي، چې د دې شورا میرمنې د نارینه وو په څیر د سولې په هڅو کې مهم رول لوبوي.

دا وایي، چې وسله وال مخالفین هم له دوی سره نه یوازې دا، چې کومه ستونزه نه لري بلکې د نارینه وو په پرتله پر دوی زیات باور لري.

″مخالفین باید په موږ ډېر باور وکړي، مخالف ماته راغلی، ما ته یې ویلي چې زه تاسره کښېنم، له ما سره د یوې پیاوړې ډلې، پیاوړی طالب ناست دی، د خپلې خور په شان یې راسره خبرې کړي او راته یې ویلي، چې ما مه افشا کوه.

ده له ما سره په خبرو کې هېڅ ستونزه نه لرله، ما ته یې ټوله کیسه وکړه او راته یې وویل، چې څنګه طالب شوی دی، څه ستونزه یې وه او ټولې خبرې یې راته د باور په فضا کې وکړې او ما ته یې وویل چې د یو نارینه په پرته له تانه ډېره همکاري غواړم، ځکه ته ما نه خرڅوې او نه هم په ما معامله کوې.″

افغان مېرمنې خپلو حقونو ته اندېښمنې دي:

خو له دې سره سره د دې شورا ځیني غړي بیا وایي، چې ښځې په لوړه کچه مهمو او پټو خبرو کې نه وربلل کیږي او دغه حالت ښځې د خپلو حقوقو په اړه اندیښمنې کړي.

د دوی په وینا ښځې بهرنیو هیوادونو ته له سفرونو او یو شمیر امتیازاتو هم محرومې ساتل شوي، خو میرمن نورستانۍ ډاډ ورکوي، چې پرې به نږدي چې له مخالفینو سره په خبرو کې د دوی حقوق ترپښو لاندې شي.

د دې شورا غړي وایي، که څه هم د دوی اساسي کار په لوړه کچه له طالبانو سره د اړیکو ټینګول دي، خو په تیرو شپږو میاشتو کې له دوه زرو ډیر مخالفین د سولې له بهیر سره یو ځای شوي.

د سولې د عالي شورا په دې لټه کې ده، چې نه یواځې د افغان دولت له دوو لویو مخالفو لوریو یعنې حزب اسلامی او طالبانو سره خبرې وکړي بلکې د پولو هاخوا د حقانې شبکه او د کوټې شورا سره هم خبرې وکړي.

د سولې د عالي شورا یوه بله هڅه هم د خپلو هڅو لپاره بودیجې پیدا کول دي، چې تر دې دمه د امریکا په ګډون د یو شمېر لویديځو هیوادونو له خو ورکول کیږي.

خو د شورا چارواکي وایي، چې ټوله هغه لوړه بودیجه چې د مرسته کوونکو هیوادونو څخه یې ترلاسه کوي، د مالیې وزارت ته یې سپارې او د سکتورې وزارتونو له خوا د بیارغونې په کارونو کې د خلکو د زړونو د خپلولو لپاره یې لګوي.

رپورټ: مخفي عزیزي
XS
SM
MD
LG