د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۰

روسیه غواړي د افغانستان په بیا رغونه کې خپل رول زیات کړي


وسیه غواړي چې په افغانستان کې هر کال په نږدې یو میلون متره مربع مځکه د استوګنې کورونه جوړ کړي.
وسیه غواړي چې په افغانستان کې هر کال په نږدې یو میلون متره مربع مځکه د استوګنې کورونه جوړ کړي.
د افغانستان او روسیې ترمنځ اړیکې په تیرو شلو کلونو کې دا مهال تر ټولو په غوره سطحه کې دي او دواړه لورې د دې اړیکو د پیاوړتیا او پراختیا لپاره کار کوي.

په کابل کې د روسيې سفیر اندری افیستیزیان رویټرز خبري اژانس ته ویلي، چې د دې اړیکو د لا ډیرې پراختیا غوښتونکی دی.

دا مهال روسیې د څو هغو بنسټیزو او د انرژۍ د تولید د پروژو پر بیا فعالولو لاس پورې کړی، چې پخواني شوروي اتحاد په افغانستان کې پیل کړې وې.

د رویټرز خبري اژانس وايي، د روسیې او افغانستان ترمنځ د اړیکو د پراختیا لپاره دا مهال د افغانستان د ماليې وزیر عمر زاخلیوال په یو دولس ورځني سفر په مسکو کې دی او ټاکل شوې ده، چې د روسیې له ولسمشر ډیمیټري میډویدیف او نورو وروسي چارواکو سره به خبرې وکړي.

تر دې مخه ولسمشر کرزي په استانه کې د شانګهای د سازمان د مشرانو له غونډې وروسته د روسیې له ولسمشر ډیمیټري میډویډیف سره کتلي وو.

د ولسمشر کرزي د ویندوی دفتر په یو خبر پاڼه کې ویلي وو، چې دواړو مشرانو د کابل او مسکو ترمنځ د اقتصادي اړیکو پر پراختیا ټینګارکړی.

په کابل کې د روسیې سفیر ښاغلی افیستیزیان وايي، هغه هېواد چې د اقتصادي ودې زمینې ولري او خلک یې په کارونو بوخت وي، خطرناک کیدای نه شي.

اندري افیستیزیان په اتیایمه لسیزه کې په افغانستان کې د روسیې د سفارت مامور و او په درې او پښتو ژبو روانې خبرې کو ي.

نوموړی وايي، روسیه په افغانستان کې د ثبات ټینګښت غواړي ځکه په دې هېواد کې له بې ثباتۍ څخه موږ دوه ویرې لرو، یو تروریزم او بل نشه یې مواد.

نوموړي وویل، روسیه غواړي چې په افغانستان کې هر کال په نږدې یو میلون متره مربع مځکه د استوګنې کورونه جوړ کړي او دا پروسه به له کابله پیل او ولایتونو ته به پراخه شي.

د رویټرز خبري اژانس وايي، روسیه غواړي چې د افغانستان د بريښنا د تولید په پروژو کې رول ولوبوي او له ترکمنستان څخه پاکستان او هندوستان ته د افغانستان له لاره د ګازو د پایپ لاین په غزولو کې هم کار وکړي.

په کابل کې د روسیې سفیر ویلي، تر ۲۱۴ عیسوي کال پورې افغان ځواکونو ته د امینتي مسولیتونو په سپارلو کې تردید لري او فکر نه کوي چې عملي به وي.

د نوموړي په وینا دا ټاکل شوی مهال ویش مناسب نه دی او فکر نه کوي چې په دې درې کلونو کې به د افغانستان لپاره د پیاوړې ملي اردو او پولیسو د جوړولو بهیر بشپړ شي. د نوموړي په وینا دا کار لږه تر لږه پنځه کلونه نور وخت غواړي.

په کابل کې د روسیې سفیر وویل، هیواد یې د دې پلوی دی، چې د افغانستان ټولې چارې افغانانو ته وسپارل شي، خو نوموړي زیاته کړه، په کم وخت کې افغانانو ته د دې مسولیتونو د ورسپارلو په اړه یې هیواد اندېښنه لري.
XS
SM
MD
LG