د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۲

مدويدېف وويل روسيه دې خپل اقتصاد عصري کړي


د روسيې ولسمشر
د روسيې ولسمشر
د روسیې جمهور رییس دیميتري مدويدېف نن په سنت پیټرزبرګ ښار کې اقتصادي غونډې کی د وینا پر مهال خبرداری ورکړ او ويې ویل، روسیه باید د خپل اقتصاد د عصري کولو کار په جدي ډول پر مخ بوځي او دېته ونه ګوري چې څوک په واک کې دی.

مدويدېف دغه راز د رکود خبرداری هم ورکړ او ویې ویل، په کرملين کې د قدرت تمرکز پراختیا ته ګواښ دی:

“په نننۍ نړۍ کې ناممکنه ده چې یو هېواد له یوه اړخه اداره شي، په خاص ډول د روسیې په څېر هېواد. پر دې سربېره، که هر څه د کرملين په اشاره او امر حرکت وکړې او پر مخ یووړل شي، چې موږ په همدې حالت کې یو، زما خپله تجربه ښیي چې دا سیسټم کار نه شي ورکولاى اوپه یوه خاص شخص پورې ارتباط پیدا کوي. دا ډېره بده ده. دا د دې معنی لري چې سیسټم باید بدل شي”

ویل کېږي چې مدويدېف او صدراعظم ولاديمیر پوتین دواړه د راتلونکې مارچ میاشتې جمهوري ریاست په انتخاباتو کې احتمالي کاندیدان دي.

مدويدېف، په وینا کې دغه راز په اقتصاد کې د دولت زیات دخالت هم وغانده. ده زیاته کړه، روسیه باید د تېلو پر لوړه بيه تکیه کمه کړي او کنه نو د بیو د ټیټېدو په صورت کې به له اقتصادي ستونزو سره مخامخ شي.
XS
SM
MD
LG