د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۸

ګېټس، پاکستان د امريکا مهم متحد وباله


رابرټ ګېټس
رابرټ ګېټس
د امریکا د متحده ایالاتو دفاع وزیر رابرت ګیتس وایي، پاکستان لا هم د امریکا مهم متحد دی او په راتلونکې میاشت کې چې له افغانستان څخه د امریکایي عسکرو وتل پیلېږي، پاکستان به د افغانستان په امنیت کې مهمه ونډه ولري.

ګېټس د پنجشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، د امریکا او پاکستان اړیکې پېچلې دې، خو دواړه هېوادونه د سيمه ييز امنیت ساتلو په مقصد یو بل ته اړتیا لري.

ده زیاته کړه، د واشنګټن او اسلام آباد تر منځ د خبرو لیکې باید خلاصې وې.

رابرت ګېټس دغه راز وویل، د امریکایي ځواکونو د مې د دويمې نېټې عملیاتو چې د پاکستان په ايبټ آباد کې د اسامه بن لادن د وژنې په مقصد تر سره شول، پاکستاني مشران یې اندېښمن کړي، خو په دې کار سره وسله وال هم سخت بېرېدلي دې.

خلک داسې انګېري چې پاکستاني چارواکو ممکن د بن لادن په حمله کې ونډه اخیستې وې:

“داسې برېښي له کومې لارې چې موږ په اسامه بن لادن پسې ورغلو، القاعده شبکه یې اندېښمنه کړې او دا ځکه دوى ممکن داسې وانګېري، چې پاکستان هم په دې کار کې لاس درلود او له دوى سره هم ممکن ورته چلند وکړي”

د امریکا د متحده ایالاتو دفاع وزیر وویل، پاکستان د افغانستان پولې ته نږدې ۱۴۰ زره عسکر ځاى پر ځای کړي، په جنوبي وزیرستان او سوات دره کې یې د وسله والو پر ضد عملیات هم کړي دي.
XS
SM
MD
LG