د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۵

فتانې ګیلاني د افغان میرمنو په اړه شوې نظرپوښتنه رد کړه


د افغانستان د ښځو د ټولنې مشره فتانه اسحق ګیلاني
د افغانستان د ښځو د ټولنې مشره فتانه اسحق ګیلاني

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون د تامسن رویټرز د رپوت په تاييد سره وايي، چې په یو شمېر ولایتونو کې د کورنیو ترمنځ د ناوړو دودونو موجودیت د دې لامل شوی، چې ښځې ډېرې زیانمنې کړي.

د ښځو په اړه د ټامسن رویترز نړیواله نظرپوښتنه، چې په کې د نړۍ په هېوادونو کې افغانستان د ښځو لپاره ګواښوونکی هېواد بلل شوی، په هېواد کې يي بېلابېل غبرګونونه راپارولي دي.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون، په هېواد کې امنیتي ستونزې، د کورنیو په منځ کې د ناوړه دودونو موجودیت د ښځو د زیانمنېدو اصلي لاملونه شمیري.

ایا واقعاً افغانستان د ښځو لپاره ګواښوونکی هېواد دی؟

په کابل کې د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون مشر شمس الله احمدزی یې په اړه وايي:

″افغانستان یو سنتي ټولنه ده، له بده مرغه په دې ټولنه کې ډېر منفي دودونه حاکمیت لري، چې د هغه رواجونو حاکمیت ښځو ته ډېرې ستونزه پیدا کړي دي. له دوی څخه یې د کار، تعلیم حق اخیستی.

دوی نه شي کولای د نارنیه وو په شان زده کړې وکړي، دوی نه شي کولای د نارینه وو په شان صحي اسانتیاوو ته لاس رسی ولري او دوی نه شي کولای د نارینه وو په شان کار وکړي. ښځې له تاوتریخوالي سره مخامخ دي.

فکر کوم په اوسني حالت کې چې افغانستان د ښځو په اړه دا ډول راپورونه چې خپاره شوي دي، نوي سلنه د افغان مېرمنو د حالت ښکارندويي کوي.″

د ټامسن رویترز په نړیواله نظرپوښتنه کې، د ښځو پروړاندې د ګواښوونو، کورنیو تعصبونو، د نجونو په مخ د تېزاب شیندلو، روغتیايي اسانتیاوو ته نه لاسرسی، کمزوری اقتصادی حالت او غیرجنسي تاوتریخوالي پېښې ثبت شوي دي.

خو یوشمېر ښځې بیا هرهغه څه چې د افغانو ښځو د ستونزې په توګه په یاده نړېواله نظرپوښتنه کې یادې شوي دي، ردوي.

د افغانستان د ښځو د ټولنې مشره فتانه اسحق ګیلاني وايي، چې ځیني بهرنیان له یوشمېر افغانو ښځو سیاسي ګټه پورته کوي او دا ډول رپوټونه ورباندې خپروي.

″په دې ملک چې موږ ژوند کوو، له خپل سړیو سره یو ځای ژوند کوو، زه هیله کوم چې زموږ غږ نړېواله ټولنه، د افغانستان خلک او ټول مخالفین واوري، چې زموږ یواځنۍ غوښتنه سوله ده، چې په هر قیمت وي باید په افغانستان کې سوله راشي.

له ټولو افغانانو مو هیله دا ده، چې د داډول راپورونو تر اغیز لاندې لاړ نه شي.″

د نړیوالې نظرپوښتنې په اړه دغه رپوټ په داسې حال کې خپریږي، چې د رپوټونو له مخې د ناامنیو او په هېواد کې د ځینو پټو لاملونو له امله د ښځو ژوند له ګواښ سره مخ دی.

تر دغه رپوت له خپرېدو مخکې هم افغان دولت په وار وار ویلي، چې له ستونزو څخه د افغانو ښځو د خلاصون لپاره هڅې کوي، خو لاهم دغه ستونزې په خپل ځای پاتې دي.


راپور: ماریا صدیقي
XS
SM
MD
LG