د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۱

الظواهري د القاعده شبکې مشر شو


ايمن الظواهري د مصر د يوې منځنۍ طبقې کورنۍ زوى دى، چې د کورنۍ ټول غړي يې ډاکټران او پوهان دي
ايمن الظواهري د مصر د يوې منځنۍ طبقې کورنۍ زوى دى، چې د کورنۍ ټول غړي يې ډاکټران او پوهان دي
د القاعده شبکې په يوه انټرنټي پاڼه کې راغلي، ايمن الظواهري چې په خټه مصرى دى، د اسامه بن لادن پر ځاى ټاکل کېږي.

بن لادن تېره مياشت په پاکستان کې د امريکا د کومانډو ځواکونو په عملياتو کې ووژل شو.

د خبرونو پر اساس د القاعدې تروريستي شبکې د اسامه بن لادن تر وژنې وروسته ايمن الظواهري د دې ډلې د مشر په توګه ټاکلى دى. په هغه اعلاميه کې چې د القاعده شبکې په يوه مربوطه انټرنټي پاڼه کې خپره شوې، راغلي چې د دې شبکې مشرتابه تر سلا- مشورو وروسته دا پرېکړه وکړه.

دغه سازمان چې اوس يې نوى مشر رهبري کوي، خبردارى ورکړ چې د دوى په خبره د اشغالګرو کفارو په وړاندې به، چې په سر کې يې امريکا او اسرائيل راځي خپل جهاد ته ادامه ورکړي.

په اعلاميه کې د شمالي افريقا د هېوادونو د خلکو پاڅونونه ستايل شوي او له خلکو غوښتل شوي چې خپله مبارزه دې پسې وغزوي، چې د دوى په خبره فاسد او ظالم نظامونه چې د لوېديځ له خوا پر خلکو تپل شوي، نابود شي.

د بن لادن په ستاينه يوه ويډيو کې، چې د روانې مياشتې په پيل کې خپره شوې، ايمن الظواهري خبردارى ورکړ، چې اسامه به د قبر له حدودو هم امريکا ووېروي:

”شېخ خپله کمبله ټوله کړه، خداى دې ورباندې ورحمېږي هغه د شهيد په توګه لاړ او موږ بايد د جهاد لار پرې نه ږدو، چې اسلامي هېوادونه له اشغالګرانو وژغورو او له بېعدالتيو يې پاک کړو“

بن لادن تېره مياشت اسلام اباد ته نژدې ووژل شو

ايمن الظواهري په مصر کې زېږېدلى، له اسامه وروسته له کلونو راهيسې د القاعده شبکې دويمه درجه مشر و. تر شپېتو کلونو کم عمر لري، اوس د امريکا تر تعقيب لاندې کسانو په ليست کې شامل دى، د هغه د نيولو لپاره ٢٥ مليونه ډالره جايزه ټاکل شوې ده.

د امريکا څارنوالان الظواري په ١٩٩٨م کال کې په کينيا او تانزانيا کې په بمي حملو کې په لاس درلودلو هم تورنوي. د هغه د استوګنې ځاى نه دى معلوم، خو امنيتي سرچينې وايي په اغلب ګومان دى به د افغانستان او پاکستان په سرحدي سيمو کې پټ وي.

الظواهري د مصر د يوې منځنۍ طبقې کورنۍ زوى دى، چې د کورنۍ ټول غړي يې ډاکټران او پوهان دي، د قاهرې په پوهنتون کې يې زده کړې کړي او د ډاکټر په توګه فارغ شوى دى.

د ١٩٨٠يمې لسيزې په نيمايي کې الظواهري په مصر کې د سخت دريځۍ له کبله درې کاله بندي شو او وروسته يې له بن لادن سره وکتل.

دوى دواړو د شوروي يرغل په وړاندې د جهاد لپاره د افغان مجاهدينو ملاتړ کاوه.

الظواهري په ١٩٩٠يمه لسيزه کې په مصر کې د اسلامي جهاد د ډلې مشري واخيسته چې هدف يې په دې هېواد کې د يوه اسلامي دولت جوړېدل وو، دغه ډله وروسته له القاعده سره ملګرې شوه.
XS
SM
MD
LG