د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۸

د انګلستان د دفاع وزیر افغان ځواکونو ته د امنیتي مسولیت سپارلو ملاتړ وکړ


د بریتانیا د دفاع وزیر لیام فاکس د افغانستان د کورنیو چارو له وزیر ولیدل.
د بریتانیا د دفاع وزیر لیام فاکس د افغانستان د کورنیو چارو له وزیر ولیدل.

د بریتانیا د دفاع وزیر لیام فاکس نن له غرمې مخکې د افغانستان د کورنیو چارو له وزیرسره وکتل.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي، په دې کتنه کې د افغان ملي پولیسو په پیاوړتیا او افغان ځواکونو ته د امنیتي مسولیتونو په انتقال خبرې وشوې.

که څه هم د بریتانیا د دفاع وزیر لیام فاکس رسنیو ته خبرې ونه کړې، خو د کورنیو چارو وزارت وایي، په دې کتنه کې لیام فاکس له افغانستان سره د خپل هیواد په مرستو خبرې وکړي.

د دغه وزارت ویاند صدیق صدیقي ازادي راډیو ته وویل، لیام فاکس افغان ځواکونو ته امنیتي مسولیت سپارلو لړۍ مهمه وبلله او په دې برخه کې یې خپل ملاتړ څرګند کړ.

″په لیدنه کې د افغان ملي پولیسو پر پیاوړتیا خبرې وشوې، سره له دې د انګلستان وزیر افغانستان سره د خپل هېواد مرستې او حمایت یو وار بیا اعلان کړل او ویې ویل، چې انګلستان باید د افغانستان له خلکو سره د بهیر په انتقال کې او هم به له ۲۰۱۴ کال وروسته خپل حمایت ته دوام ورکوي او د افغانستان له خلکو سره به خپل همکاري لازیاتوي.″

صدیقي وویل، لیام فاکس د افغان ملي پولیسو د روزلو او پیاوړي کولو په برخه کې هم ژمنې وکړې او زیاته یې کړه، چې د اوږدې مودې لپاره به له دې ځواکونو سره مرسته کوي.

د کورنیو چارو وزیر بسم الله محمدي هم په دې کتنه کې لیام فاکس ته د افغانستان د اوسني امنیتي وضیعت په اړه معلومات ورکړل او روان حالت یې د امنیت له پلوه د ډاډ وړ وباله.

ښاغلي محمدي وویل، افغان ځواکونه هم په دې هڅه کې دي، چې د هیواد امنیتي چارې په بریالۍ توګه په لاس کې واخلي.

نوموړي افغان ځواکونو ته د هلمند د مرکز لشکرګاه د امنیتي چارو سپارل یوه لاسته راوړنه وبلله او زیاته یې کړه، چې له مهال ویش سره سم به په راتلوونکو څو اونیو کې د ځینو نورو سمیو امنیتي چارې هم افغان ځواکونو ته وسپارل شي.

په دې سفر کې د بریتانیا د سمندري ځواکونواو د دغه هیواد د پوځ ریسانو د لیام فاکس ملګرتیا کوله.

دا چې لیام فاکس به د افغانستان د دفاع له وزیر او ځینو نورو چارواکو سره هم وګوري او که نه د دفاع وزارت ویاند ظاهر عظیمي یې په اړه ناخبري څرګنده کړه.

راپور: اسدالله لودین
XS
SM
MD
LG