د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۱

افغان ځواکونه دا وس لري چې امنیتي چارې وروسپارل شي؟


افغانستان تر اوسه شاوخوا یولک او شپیته زره عسکر لري.
افغانستان تر اوسه شاوخوا یولک او شپیته زره عسکر لري.

د افغانستان ولسمشر د شانګهای د همکارۍ د سازمان په غونډه کې خوښي څرګنده کړه، چې افغان ځواکونه به د امنیتي چارو مسوولیت په غاړه واخلي او په افغانستان کې به له دې سره بهرني پوځیان ووځي.

د افغانستان ولسمشر حامد کرزی وایي، افغان ځواکونه به په دوه زره څوارلسم میلادي کال کې یو مخ دې ته چمتو وي، چې د ټول افغانستان امنیتي چارې په لاس کې واخلي.

ولسمشر کرزي په قزاقستان کې د شانګهای د همکارۍ د سازمان په سرمشریزه کې پرون وویل، افغان ځواکونه دې ته تیاری نیسي، چې د امریکا او ناټو له ځواکونو امنیتي مسوولیت په غاړه واخلي.

ټاکل شوې ده، چې په څو اوونیو کې د افغانستان د یوشمېر سیمو امنیتي چارې افغان ځواکونو ته وسپارل شي، خو د پوځي چارو یوشمېر څیړونکي په دې باور دي، چې افغان ځواکونه د دې وس د اوس لپاره نه لري چې د افغانستان امنیتي چارې وروسپارل شي.

په واشنګتن کې د ډیموکراسۍ د دفاع په موسسې کې څیړونکی سبستیان ګورکه ازادۍ راډیو ته وویل، چې تر اوسه لا وخته دی چې امنیتي مسوولیتونه افغان ځواکونو ته وسپارل شي:

″موږ سیمه ییزو ځواکونو ته د امنتیي چارو له ورسپارلو ډیر واټن لرو، ځکه چې سمیه ییز ځواکونه او د ولسمشر کرزي حکومت نه شي کولای، چې د اوس لپاره پر ټول افغانستان اغیزمن حاکمیت وکړي.″

د ګورکه په نظر د افغانستان د پوځیانو د روزلو بهیر سم پر مخ روان دی خو کله چې امنیتي چارې افغان ځواکونو ته سپارل کیږي؛ نو په ښارونو او لارو کوڅو کې پولیس ته واک انتقالیږي خو د نوموړي په وینا پولیس کمزوري دي او که چیرته تر یو نیم کال پورې پولیس سم ونه روزل شي د امنیت د انتقالیدو په برخه کې به ستونزې ډیرې وي.

افغانستان تر اوسه شاوخوا یولک او شپیته زره عسکر لري او د رویټرز اژانس په وینا څه باندې یو لک او پنځه ویشت زره پولیس تر اوسه روزل شوې دي، چې نژدې زر تنه یې میرمنې دي.

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي بیا د شانګهای د همکارۍ د سازمان په غونډه کې هیله څرګنده کړه، چې وروسته تر دې چې افغان ځواکونو ته امنیتي چارې وسپارل شي نړیوال ځواکونه به ووځي او د ملګرو ملتو دغه ماموریت به پای ته ورسیږي.
XS
SM
MD
LG