د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۸

وردګ: د قومي مشرانو په مرسته تړلي ښوونځي پرانیزو


د پوهنې وزیر وویل، چې د ناامنیو له امله ډېري ښوونځي په جنوب کړې تړل شوي دي.
د پوهنې وزیر وویل، چې د ناامنیو له امله ډېري ښوونځي په جنوب کړې تړل شوي دي.
د افغانستان د پوهنې وزارت په داسې حال کې د پوهنې د معیارې کولو لپاره کارکوي، چې لاهم د هیواد په بیلابیلو سیمو کې لسګونه ښوونځې د نا امنیو له امله تړلې دي.

د پوهنې وزیر ډاکټر غلام فاروق وردګ، چې د چهارشنبې په ورځ یې د کمپیوټر ټکنالوژۍ د انسټیټیوټ لپاره د نوې ودانۍ د بنسټ ډبره کیښودله وویل، چې د نا امنیو له کبله اکثره ښوونځي د هیواد په جنوب کې تړل شوي.

خو ښاغلی وردګ وویل، چې ډیر ژر به د دیني عالمانو، قومي مشرانو او د پوهنې د لارویانو په مرسته زیاشمېر تړل شوي ښوونځي بیرته پرانیزي.

″اوس هم زموږ پنځه سوه پنځه اویا ښوونځي تړلي دي، ماته زیاتې هیلې پیدا شوي دي، زموږ همکارانو له موږ او شخصا له ما سره په اړیکه کې دي، وروستۍ هیله مې چې پیدا شوې هغه د زابل په اړه ده، چې هلته ځیني اړیکې ټینګې شوي دي او یو سله پنځه څلویښت چې په زابل کې تړل شوي د دې کال تر پایه به یې ډېر شمېر بېرته فعال شي.

هر هغه څوک چې غواړي د افغانستان د پوهنې په برخه کې مرسته وکړي، موږ یې همکار یو.″

په دې وروستیو څو کلونو کې چې د افغانستان په یوشمېر ولایتونو کې نا امنۍ زیاته شوې اکثره ښوونځي تړل شوي او په ځینو ولایتونو کې د ښوونکو او زده کوونکوګواښول او وژل لا هم روان دي.

د پوهنې وزارت بیا وایي، چې دوی هڅه کوي، په افغانستان کې د تړل شویو ښوونځیو د خلاصون سربیره په هر ولایت کې تخنیکي او مسلکي زده کړو ته هم جدي پاملرنه وکړي.

د پوهنی وزیر وایي، چې ټاکل شوې د روان کال ترپایه د هیواد په بیلا بیلو سیمو کې به له سلو څخه زیات د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونه جوړ کړي.

ښاغلي وردګ د کمپیوټر ټکنالوژۍ د انسټیټیوټ په اړه وایي.

″زموږ د نن ورځې قدم، په هېواد کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو، د کیفیت د ښه والي لپاره دي، چې دا قدم به بلاخره زموږ د هېواد د پرمختیا لپاره ګټور وي.

دا نن ورځ چې موږ د کوم انسټیټیوټ د بنسټ ډبره کېښوده، څلوېښت درسي او اداري خونې لري، چې د یو اعشاریه دوه میلیون امریکایي ډالرو په ارزښت چې د پوهنی وزارت انکشافي بودیجه او د نړیوال بانک مرسته ده، په شپاړسو میاشتو کې به جوړ شي.

د دې ودانۍ په جوړیدو سره د دې انستیتیوت د شاګرانو ظرفیت دوه برابره شي.″

اوسمهال په دې انسټیټیوټ کې د کمپیوټر په برخه کې یو زره درې سوه کسان په زده کړه بوخت دي.

په افغانستان کې د پوهنې په وړاندې یواځې امنیتي ستونزې لوی ګواښونه نه دي بلکې د کتونکو په اند د مسلکي ښوونکو، د کتابونو او د ښوونځیو دودانۍ نشتوالي هغه ستونزي دې، چې نه دې هواري شوي او په افغانستان کې یې د پوهنې د سیسټم د پرمختګ مخه ډب کړې ده.

راپور: ذکیه غیاثي
XS
SM
MD
LG