د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۱

ولسمشر کرزى د شانګهاى سازمان لسمه سرمشريزه کې وينا کوي


د قزاقستان پایتخت استانه نن د شانګهای د سازمان د غړیو هیوادونو د مشرانو د غونډې کوربه دی . دا د دې سازمان له جوړېدو را وروسته د دې ډلې هیوادونو لسمه کلنې غونډه ده .

په شانګهای سازمان کې چین ، روسیه ، قزاقستان ، قرغزستان، ازبکستان او تاجکستان غړیتوب لري .

په دې غونډه کې به د امنیت او اقتصاد په برخه کې پر همکاریو خبرې وشي .

په دې سرمشریزه کې د روسیې ولسمشر ډیمیتري میدویدېف او د چین ولسمشر هوجنتاو د خپلو هیوادونو په استازیتوب برخه اخلي .

په عین حال کې ایران او پاکستان د دې غونډې د څارونکیو په توګه په کې ګډون لري چې ولسمشر اصف علي زرداري او ولسمشر احمدي نژاد یې استازیتوب کوي .

افغان ولسمشر حامد کرزی هم په دې غونډه کې د مېلمه په توګه ګډون کړی او ټاکل شوې ده چې غونډه ته به وینا هم وکړي .

ټاکل شوې چې د شانګهاى د سازمان د غونډې سربېره به برخه اخیستونکي ولسمشرانو د دې غونډې ترڅنګ خپلو کې جلا جلا لیدنې کتنې هم ولري .

د روسیې د ولسمشر یو سلاکار سرګی پريخودکو ویلي فکر نه کوي چې په غونډه کې به د کوم ناظر هیواد ته په د سازمان کې د بشپړ غړیتوب د ورکولو پریکړه وشي .
XS
SM
MD
LG