یوې ځان وژونکې حملې نن په کاپیسا ولایت کې څوارلسو تنو ته مرګ ژوبله واړوله.
د کورنیو چارو وزارت وايي په حمله کې پنځه ملکي کسان او دوه پولیس وژل شوي او د یو پولیس په ګډون شپږ ملکي کسان ټپیان شوي دي.
ویل کېږي، چې د دې حملې هدف ښايي د فرانسې سفیر و، چې ټاکل شوې وه د ولایت په ودانۍ کې له سیمه یيزو چارواکو سره وګوري.
وسلوالو طالبانو د پېښې مسوولیت پر غاړه اخیستى او ویلي یې دي، چې حمله پر فرانسویانو شوې او مرګ ژوبله یې ورته اړولې ده.
خو د کاپیسا چارواکي وايي، حمله کوونکی چې له چاودېدونکو موادو بار موټر کې سپور و، هدف ته له رسېدو مخکې چاودنه وکړه.