د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۸

په سوريه کې پوځي عمليات او نړيوال غبرګون


د سوریې پوځ په شمالي ولایت ادلب کې خپلو عملیاتو ته دوام ورکړ.

دا عملیات وروسته له هغې پیل شول چې د اوونۍ په پای کې پوځ د ناراامه ښار جسرالشغور کنټرول تر لاسه کړ.

فعالان وايي ټانکونه د معرالنعمان ښار ته څېرمه رسېدلي چې د بشارالاسد پر ضد په کې سخت اعتراضونه وشول.

د سوریې پوځ دا عملیات په ادلب کې وروسته تر دې پیل کړل چې په جسرالشغور کې یې یو سلو شل تنه امنیتي کسان ووژل شول.

مخالفان وايي وژل شوي کسان هغه عسکر وو چې له پوځه یې مخ اړولی و او رژیم ته د وفادارو ځواکونو له خوا وژل شوي دي.

پوځیان جسرالشغور ته نژدې کلیو کې ځای پرځای شوي او په مخالفو وسله والو پسي دي.

فعالان وايي حکومتي ځواکونو شپږ تنه په دې سیمه کې وژلي دي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي بانکې مون ارجنتاین ته د سفر په مهال وویل د سوریې حکومت د خپلو خلکو په وړاندې له وحشته ډکې حملې کړې دي:

̋په سوریه کې حالات ډېر د اندېښنې وړ دي. دا شخړې د هر کلي او ښارګوتي په هره سیمه کې کېږي او د هېواد ګوټ ګوټ ته خپرې شوې دي . خلکو د یوه بدلون د راوستو لپاره خپل غږ اوچت کړی دى او حکومت له وحشته ډکو حملو سره ورته ځواب ویلى دى.

د ترکیې اناتولیه خبرې اژانس وايي شاوخوا اوه زره د سوریې اوسیدونکې د ناراامیو له امله ترکیې ته اوښتې دي.

بله خوا له ملګرو ملتونو څخه راپورونه وايي چې د روسیې او چین استازي چې د ملګرو ملتونو له خوا پر سوریې د هر ډول بندیز مخالفت کوي، د یکشنبي په ورځ پر سوریې د بندیزونو د لګولو په ارتباط غونډې ته چې د دې شورا پینځلس غړو پکې ګډون درلود حاضر نه شول.

د بریتانیا ، فرانسې ، جرمني او پرتګال له خوا وړاندې شوې مسوده به د سوریې پر ضد بندیزونه ونه لګوي، خو د بشارالاسد د رژیم له خوا د مظاهره کوونکو ځپل غندي او له اعتراض کوونکو سره د خبرو اترو پر مسئله ټینګار کوي .
XS
SM
MD
LG