د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۳

د افغانستان او امریکا د ستراتیژیک تړون په اړه د چین، ایران او پاکستان اندېښنې


افغانستان په وار وار ګاونډایانو ته ویلي دي، چې ستراتیژک تړون د چا په تاوان نه دی.
افغانستان په وار وار ګاونډایانو ته ویلي دي، چې ستراتیژک تړون د چا په تاوان نه دی.
د افغانستان او متحده ایالاتو تر منځ د ستراتیژیک تړون په اړه د دواړو هیوادونو تر منځ له یوې میاشتې زیاتې مودې راهیسي خبرې روانې دې. د دغه تړون پر اساس به امریکایي ځواکونه له ۲۰۱۴ کال وروسته هم په افغانستان کي دېره وي.

امریکایي چارواکو او په خاص ډول د بهرنیو چارو وزیرې هیلري کلنټن په دې وروستیو کې ویلي، واشنګټن په افغانستان کې د دایمي اډو په فکر کې نه دی.

یوه امریکایي چارواکي ګارډین ورځپاڼې ته ویلي، د هیلري کلنټن خبرې هر ډول تعبیریدلای شي. امریکایي عسکر په زیاتو هیوادونو کې د اوږدې مودې لپاره دېره دي خو حضور یې دایمې نه دی.

په دې سربېره انګلیسي، ناټو او اییتلافي ځواکونو ویلي، چې دوی به هم د ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې پاتې وي او د دوی په وینا، روزنېزې چارې به پر مخ وړي.

دا ځواکونه به په جګړو کې برخه نه اخلي خو یوازې مربیان به د افغان ځواکونو په څنګ کې په جګړو کې ښکیل کیږي.

د ناټو جګ پوړي چارواکي دا وړاندوینه هم کوي، چې په افغانستان کې د وسله والو جګړې ممکن د ۲۰۱۴ کال وروسته دوام وکړې.

په افغانستان کې لږترلږه پنځه اډې دي، چې د امریکا د خاصو ځواکونو زیات شمېر عسکربه په کي ځای پر ځای شي.

افغانستان چې د نړۍ ترټولو حساسې او بې ثباتې سېمې په زړه کې پروت دی او له ایران، پاکستان، د مرکزي اسیا له هیوادونو او چین سره ګډې پولې لرې، د متحده ایالاتو لپاره به یوه ستره ستراتیژیکې شتمنۍ وي.

د افغان او امریکایي چارواکو تر منځ د ستراتیژیکي تړون د خبرو په اړه د سيمې هیوادونو اونورو اندیښنې څرګندې کړي دي.

روسیې او هند په افغانستان کی د امریکا د اوږدې مودې د حضور له وجې اندیښنې څرګندې کړي دې. چېن چې په افغانستان کې له اقتصادي تسلط او پراختیا پرته کومه پوځي پالیسي نه لري، خپله اندیښنه یې په ډاګه ګړې ده.

له بلې خوا څه موده وړاندې د پاکستان صدراعظم او نورو جګ پوړو چارواکو کابل ته د سفر پر مهال هڅه وکړه، افغان مشران قانع کړي، چې د امریکا پر ځای، له چین سره ستراتیژیک تړون لاسلیک کړي.

د روانې اوونۍ په پای کې به امریکایي مرکچېان افغانستان ته لاړ شي او د ستراتیژیک تړون په بل پړاو به خبرې وکړي. افغان چاواکو د امریکا له خوا د ستراتیژیک تړون برابره شوي مسوده ټوله رد کړه او خپل وړاندیزونه یې په کې کړي دي.

افغان چارواکو د تړون مسوده دوې اوونۍ وړاندې امریکا ته ورکړې ده. یوه افغان چارواکي ویلي، د امریکایانو مسوده سمه نه وه.

د جمهور رییس حامد کرزي د ملي امنیت سلا کار ډاکټر رنګین دادفرسپانتا ګارډین ورځپاڼې ته ویلي، موږ په ګډه د نړیوالو تروریستي شبکو له ګواښونو سره مخامخ یو. تروریستان نه یوازې افغانستان ته ګواښ دی، بلکې لویدیځ ته هم تهدید ګڼل کیږي.

ډاکټر اشرف غني احمدزی وایي:“ ناټو او متحده ایالات د خپلو ستراتیژیکو هدفونو لپاره یوه با ثباته افغانستان ته اړتیا لري، چې د القاعده شبکې فعالیتونه بند کړي.

خو یو سوکاله افغانستان یې په اولویتونو کې نه دی. د افغانستان سوکالي زمونږ هدف دی، ضرورو نه ده چې امریکایان هم همدا شان هدف ولري.”

ډاکټر اشرف غني وایي، د ستراتیژیک تړون په مسودې کي مهمې مسالې ناحله پاته دي. په نورو مسلو سربېره دا هم نه ده حل شوې، چې متحده ایالات به د افغانستان هوایي ځواک تجهیز او غښتلی کړي.

جمهور رییس کرزی له امریکا څخه غواړي، افغان هوایي ځواک ته باید عصري جنکی جټ الوتکې ورکړې. خو امریکایانو دا مساله رد کړې او وایي، یو خو یې قیمت زیات دی او بله دا چې افغانستان ته که عصري جنګي الوتکې ورکړي، په دې کار سره به سېمه بې ثباته شي.

په تړون کې بله مهمه مساله دا ده، چې افغانان غواړي له امریکا څخه ډاډ حاصل کړي، چې له خاورې څخه به یې د نورو هیوادو پر ضد کار نه اخیستل کیږي.

داکټر سپانتا وایي، موږ به هیچا ته اجازه ورنه کړو، چې د افغانستان له خاورې څخه د بل هیواد پر ضد کار واخلي.

د افغانستان او امریکا ترمنځ ستراتیژیک تړون کې د مشروعیت مساله هم مهمه ده او د ډاکټر سپانتا په وینا، په افغانستان کې باید موازي قومانده نه وي او دا تړون باید د افغانستان د ځمکني تمایمت او اساسي قانون مطابق وي.
XS
SM
MD
LG