د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۴

ولسمشر کرزی د روسیې، چین او ایران له مشرانو سره ګوري


افغان ولسمشر حامد کرزی د سې شنبې په ورځ د یو جګپوړي پلاوي په مشرۍ قزاقستان ته روان شو، څو د شانګهای د سیمه ایزو همکاریو د سازمان په سرمشریزه کې ګډون وکړي.




افغان کتونکي وایي، چې د شانګهایی سرمشریزه، د افغانستان او امریکا ترمنځ د ستراتیژیکو اړیکو له پلوه د دې تړون د غړو هیوادونو د قانع کولو لپاره یوه ښه موقع ده.

ښاغلی کرزی د سې شنبې په ورځ د یو پلاوي په مشرۍ د قزاقستان پلازمینې استانه ته رسیدلی، څو د شانګهایی په سرمشریزه کې ګډون وکړي.

د ښاغلي کرزي په اجنډا کې د شانګهای سرمشریزې ته د وینا ترڅنګ د روسیی، چین او ایران له مشرانو سره لیدل هم شامل دي.

انجنیر محمد یونس فکور، چې د افغان ولسمشر سفر څاري دا سپارښتنه کوي، چې ښاغلی کرزی باید له امریکا سره د خپلو ستراتیژیکو اړیکو لپاره د سیمه ایز ملاتړ د ترلاسه کولو په هدف له دی موقع ښه ګټه پورته کړي.

″زه فکر کوم چې د ولسمشر لوی کار دا دی، چې دهغو هېوادونو ته اطمینان ورکړي، چې که موږ دلته یو قوي نظام جوړوو او سوله قایموو، دا ستاسو په تاوان نه دی.

اقتصادي رشت به راشي، ټرانزیټي لارې په جوړې شي او موږ به دې ته زمینه برابر کړو، چې افغانستان د ډیموکراسۍ پر اساس، د شفافو انتخاباتو پر اساس د حکومت واګي تبدیلي کړي او د حکومت واګی به د یو دیکاتور مرکزي واکدارۍ په لاس کې نه وي.″

روسیه، چین او ایران د سمیې هغه هیوادونه دي، چې د افغانستان او امریکا ترمنځ له ستراتیژیکو اړیکو څخه ویره لري.

دغه هیوادونه ویره لري، چې امریکا د دغه تړون له لارې هڅه کوي، چې په افغانستان کې دایمي پوځي اډې جوړې کړي، خو دا هغه څه دي، چې هم افغان دولت او هم امریکایي چارواکو په بیا بیا رد کړي.

خو ښاغلې فکور سپارښتنه کوي، چې افغان دولت باید له امریکا سره د ستراتیژیکو اړیکو د تړون په لاسلیکولو کې بیړه وکړي، ځکه د ده په وینا دا د افغانستان د ثبات لپاره خورا مهم دی.

که څه هم افغان دولت له امریکا سره د دغو اړیکو د رامنځ ته کولو په اړه په خبرو بوخت دی، خو په دې اړه وروستۍ پریکړه لوی جرګې ته پریښودل شوی، چې تمه ده په راتلونکو میاشتو کې جوړه شي.

د ولسمشر کرزي یو ویاند حامد علمي په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

″مخکې هم په دې اړه د چین او ایران له ولسمشرانو سره خبرې شوي دي، چې هغه ستراتیژیک پلان چې د افغانستان په ګټه دی او د هېچا په تاوان نه دی.

هرکله چې دا خبره نهايي شوه نو خامخا موږ لومړی له خپل ملت سره اړیکه نیسو، د هغوی تایید اخلو او بیا له بیلابیلو هېوادونو سره به په دې مساله خبرې کیږي.″

دا چې افغان مشران به تر کومه د سیمې هیوادونه قانع کړای شي اوس یې په اړه اټکل ګران بریښي، خو د کتونکو په وینا په افغانستان کې د امنیت د ټینګښت او د دې تړون د بریا لپاره دا کار ضروري دې.
XS
SM
MD
LG