د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۹

د ترکیې حاکم ګوند د دریم ځل لپاره پارلماني انتخابات وګټل


د ترکیې صدراعظم رجب طیب اردغان
د ترکیې صدراعظم رجب طیب اردغان
وروسته له هغې چې د صدراعظم، رجب طیب اردغان، ګوند په پارلماني انتخاباتو کې نږدې نیمایې کرسې وګټلې، نن هغه د خلکو تر منځ د توافق د راوستونکي او د ترکیې تر ټولو د بریالي او عصري فکر لرونکي صدراعظم په توګه وپیژندل شو.

د عدالت او پرمختګ ګوند په وروستیو انتخاباتو کې نهه څلویښت اعشاره نهه فیصده رای ګټلی دي، چې د دوه زره اوم میلادي کال د انتخاباتو په تناسب په سلو کې درې زیاتوالی ښیي.

خو سره له دې چې له بل هر وخته د اردغان ګوند پیاوړی دی بیا هم په پارلمان کې د دوه پر دریمه اکثریت په ترلاسه کولو کې پاتې راغلی، څو په دې توګه د ترکیې په اساسي قانون کې بدلون راوستی شي.

د ترکیې اساسي قانون په نولس سوه اتیایم کال کې تر پوځې کودتا وروسته لیکل شوی دی.

داسې ویل کیدل چې اردغان د داسي یو جمهوري نظام د رامنځ ته کیدو په هڅه کې دی، چې له مخې به یې دی د ولسمشر په توګه وټاکل شي.

خو نن اردغان خپل رول په ټولنه کې د اجماع په راوستو کې ویني. وايي چې دا هغه رول دی، چې غواړي ویې لوبوي.

″زموږ خلکو نه یواځي دا چې پر هېواد د حاکمیت کولو چانس راکړ بلکې موږ ته یې نوی اساسي قانون د تدوین ماموریت هم وسپاره.

خلکو موږ ته د اپیغام راکړ، چې د تفاهم او خبرو اترو له لارې یو نوی اساسي قانون جوړ کړو.″

په دې انتخاباتو کې د ترکې د خلکو جمهوري غوښتونکې ګوند په سلو کې شپږ ویشت کرسۍ ګټلې چې په تیرو دېرشو کلونو کې یې په انتخاباتو کې تر ټولو ښه نتیجه بلل کیږي.

ښی اړخې نشنلست ګوند په سلو کې دیارلس او کردي پلوه د سولې او عدالت ډیموکراسۍ په پارلمان کې شپږدېرش کرسۍ ګټلې دي.

داساسي قانون د مسالې تر څنګ داسې ښکاري، چې د رجب طیب ادرغان د کار په دریمه دوره کې بله عمده خبره د کردانو مساله ده.

ځینو څېړنکو د هغسې جګړو د بیا پیل خبرداری ورکړي، چې په ترڅ کې یې د کردستان په جنوب ختیځو سیمو کې له نولس سوه څلور اتیایم کال راهیسې څلویښت زره تنه وژل شوي دي.

د تاوتریخوالي د یوې تازه نښې په توګه د یکشنبي په ورځ د ترکیې په جنوب خیتځ ولایت سیرناک کې د عراق سرحدي سیمو ته نیژدې بمي چاودنه وشوه او یوولس تنه په کې ټپیان شول. دوی د کردی کاندیدانو د بریالتوب جشن نیولی و.

چنګیز اختر چې د استامبول د پوهنتون د اورپایي اتحاديې د مطالعاتو پروفیسور دی، وایي، د دې ګوند بریالیتوب ته ښه راغلاست وايي، خو دا به د اردغان په ارادې پورې اړه ولري، چې څومره کامپرومایس یا مصالحې ته چمتو دی.

ښاغلی چنګیز وايي:

″دا ښه خبره ده، چې د کردانو ګوند د خپلواکو کاندیدانو له لارې پارلمان ته لار پیدا کړه.

معلومداره ده، چې دوی به د ډیرو همکاریو سره تر پخوا د ډیرو وکیلانو د لرلو له لارې، په راتلونکي کې خبرو اترو ته لاسرسی ولري.

خو دا خبری به په واقعي توګه په دوی پورې اړه ونه لري. دا خبرې به عمدتا د ښاغلي اردغان پورې اړه ولري، چې هغه دا مني چې دا خبرې مطرح شي او که څنګه.

کردي پلوي د سولې او ډیموکراسۍ ګوند وايي، هدف یې په کردستان کې د تعلیمې سیستم تامین، د سیاسی بندیانو خوشې کول او د کردستان د کارګرانو د ګوند پي. کې. کې پرضد د پوځې عملیاتو پای ته رسول دي.

د سولې او دیموکراسۍ ګوند د کردي میشته ولایتونو لپاره خودمختاري غواړي خو د دې ګوند لپاره عمده مساله په عامه توګه د کردي ژبې کارول دي.
XS
SM
MD
LG