د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۴

د سوریې امنیتي ځواکونو په سلګونه مظاهره کوونکي ونیول


راپورونه وايي، چې د سوريې امنيتي ځواکونو پرون د جسيرالشغور ښار په شاوخوا کليو کې د حملو په ترڅ کې په سلګونو تنه نيولي دي.

د سوريې پوځ وروسته له دې چې د ترکيې پولې ته نژدې جسير الشغور ښار له پاڅون کوونکو څخه ونيوه، د اعتراض کوونکو د نيولو هلې ځلې پيل کړي دي.

پوځ د يکشنبې په ورځ د ښار د نيولو لپاره له ټانکونو او هليکوپټرو کار واخيست.

د سوريې حکومت تېره اوونۍ ويلي وو، چې وسله والو کسانو په دې ښار کې له مظاهرې وروسته يوسلو شل امنيتي ځواکونه وژلي دي.

خو له جسيرالشغوره مهاجر شوي خلک او د بشري حقونو فعالان وايي، اکثره وژل شوي کسان ملکيان يا هغه عسکر دي، چې پر خلکو يې له ډزو کولو انکار کړی و.

سپينې ماڼۍ پرون وويل، چې د سوريې د حکومت له لوري وروستي تشدد په کلکو ټکو غندي.

د امريکا د بهرنيو چارووزارت ويندوي مارک ټونر وويل:

″پر بېګناه ملکيانو په دې حملو کې له هليکوپټرو او ټانکونو کار اخيستل کېږي، له دې لا څرګندېږي، چې بشاراسد د اصلاحاتو هېڅ اراده نه لري.

فکر کوم موږ ته په کار ده چې له خپلو اروپايي او سيمه ييزو متحدانو سره کار وکړو څو هغه څه ته، چې په سوريه کې کېږي، پام راواړو او اسد ته دا پوره واضح کړو چې بايد زورزياتي بس کړي.″

له بلې خوا ملګروملتو خبرداري ورکړ، چې لږترلږه لس زره سوريه وال له تاوريخوالو تښتېدلي دي.

د م.م. د بشري چارو ويندويې سټېفاني بنکر وويل، چې لږترلږه پنځه زره سوري کډوال په ترکيه کې دي او پنځه زره نور لبنان ته رسېدلي.

د سوريې د بشري حقونو ډلې وايي، چې په دې هيواد کې د پاڅون له پيله تراوسه پورې ديارلس سوه ملکيان وژل شوي دي.

يوې ډلې، چې په سوريه کې د بشري حقونو څارنه کوي، ويلي، چې تر درې سوه زيات پوليس او عسکر هم وژل شوي دي.
XS
SM
MD
LG