د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۲ لیندۍ ۱۴۰۰ کابل ۱۱:۵۳

امریکا:په پاکستان کې د وسله والو پټنځایونه د سولې په وړاندې خنډ ګرځي


کارل ایکن بیري په افغانستان د امریکا سفیر
په کابل کې د امریکا سفیر که څه هم د افغان دولت د پخلاینې د روانو هڅو ملاتړ وکړ، خو په افغانستان کې د سولې د ټینګښت لپاره په پاکستان کې د وسله والو د پټنځایونو له منځه وړل ضروري وبلل.

کارل ایکن بیري، چې په افغانستان کې د امریکا د سفیر په توګه دنده د پای ته رسېدو په حال کې ده، د دوشنبې په ورځ په کابل کې پوهنتون کې له یو شمېر افغان محصلینو سره په روانو حالاتو او او د دوي د انديښتنو په اړه خبرې وکړې.

ایکن بیري د دې ناستې په څنډه کې له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې د دغو پټنځایونو موجودیت د دوي د بریا په وړاندې یو خنډ وباله:

(افغانستان تر هغو له یوې بشپړې سولې خوند نه شي اخیستلای، چې په پاکستان کې د وسله والو د پټن ځایونو د جدي ستونزې په وړاندې موثره اقدام نه وې شوې.

دا به زموږ ټولو پاکستان افغانستان او امریکا لپاره ستونزمنه کړي، چې بریا تر لاسه کړي.)

خو ښاغلي بیري دا و نه ویل، چې دوي به د دې پټن ځایونو د له منځه وړلو لپاره له کومو لارو چارو کار واخلي.

د امریکا سفیر دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې د اسامه بن لادن له وژلو وروسته په پاکستان باندې د القاعده او طالبانو د نورو مشرانو په خلاف د عملیاتو لپاره فشارونه مخ په زیاتیدو دي.

حال دا، چې افغان ولسمشر بیا اسلام اباد ته په خپل وروستي سفر کې پاکستاني مشران وهڅول، چې په دغه هېواد کې له موجودو طالب مشرانو سره د خبرو زمینه برابره کړي.

ښاغلي بیري د افغان او پاکستاني مشرانو ترمنځ دا خبرې جدي او هیله بخښونکي وبللې او ویي ویل، چې دوي هم د پخلانیې د روانو هڅو ملاتړ کوي.

ښاغلي بیري وویل، چې د سولې لپاره هغه خلک ښه کار کولې شي، چې د جنګ وحشت یي لیدلې وي او د ده په خبره افغانانو درې لسیزې په جنګ کې تیرې کړي دي:

(په وروستي تحلیل کې پخلاینه هغه څه دي، چې افغانان یي باید ترسره کړي او دا د دوي انتخاب دې.

لکه څرنګه، چې د کابل په کانفرانس کې وویل شول، چې سوله تر جنګ ډیره ښه ده او د یو پخواني پوځي په توګه زه دا تاییدوم.

نو اوس د افغانانو لپاره دا ښه وخت دې، چې د سولې لپاره کار وکړي او له جګړې مخ وګرځوي.)

په افغانستان کې د پخلاینې د روانو هڅو په اړه دغه امریکایي ډيپلوماټ خپل نظر په داسې حال کې څرګندوي، چې د ځینو نړېوالو رپورټونو له مخې خپله امریکا له طالبانو سره د مستقیمو خبرو هڅه کوي.

ده د امنیتي مسؤلیتونو د انتقال او همدا راز له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه د ځینو محصلینو اندیښنو ته په ځواب کې وویل، چې امریکا نه غواړي د افغانستان او سیمې په پریښودلو سره پخوانۍ تیروتنه تکرار کړي.

د ده په وینا امریکا او نړۍ د افغانستان په وړاندې د اوږد مهاله همکارېو ژمنه لري او دوي به په بېلابېلو برخو کې خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
XS
SM
MD
LG