د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۲۱

دلیل:په هر نیم ساعت کې یوه مور د زېږون له امله مري


د عامې ورغتیا وزارت اندېښنه څرګندوي، چې په افغانستان کې له زیاتو هڅو سره سره بیا هم د زېږون پرمهال د میندو د مړینې کچه لوړه ده.

د عامې روغتیا وزارت سرپرستې ډاکټر ثریا دلیل د دوشنبې په ورځ د د خوندي مور په اړه جوړې شوې غونډه کې وویل، چې د دوي د سروې له مخې هر کال په افغانستان کې ۱۹ زره میندې د زېږون پرمهال مري.

ډاکټرې دلیل اندېښنه څرګنده کړه او ويي ویل، چې د دغې شمېرې د ټیټوالي لپاره لا اوږده لاره په مخ کې ده:

(په افغانستان کې د زېږون پر مهال د میندو د مړینې کچه لا هم لوړه ده، اوس هم په هره ۳۰ دقیقه یا نیم ساعت کې یوه مور د زېږون له امله مري.

سره له دې، چې د عامې روغتیا وزارت له نورو دولتي ادارو سره په دې برخه کې کار کړی، خو لا هم اوږده لار په مخ کې لرو.)

د عامې روغتیا وزارت سرپرستې ډاکټرې ثریا دلیل وړاندې وویل، چې د روغتیا د نړېوال سازمان د سروې له مخې د نړۍ په کچه په هره دقیقه ۱۱۰ میندې د زېږون پرمهال له ستونزو سره مخامخ کیږي.

د نوموړې په وینا په هره دقیقه کې پنځه ماشومان مړه زېږیږي او پنځه له زېږون وروسته مري او په هره دقیقه کې یوه مور خپل ژوند له لاسه ورکوي.

ډاکټره دلیل زیاتوي، چې د امېدواره میندو د مړینې د مخنیوي لپاره د دوی هڅې روانې دي:

(موږ د امیدواری پر وخت روغتیايي خدمتونه وړاندې کوو او د امیدواری پر مهال واکسین، مولتي ویتامین او نور ویتامینونه ورکوو.

موږ په دې برخه کې، چې امیدوارې میندې د زېږون پرمهال یا ډاکټرې یا قابلې ته ورشي، هڅې کوو.)

که څه هم د عامې روغتیا وزارت د زېږون پرمهال د میندې د مړینې له امله اندېښنه څرګندوي ، خو داسې انتقادونه کیږي، چې لا هم په ډېریو سیمو کې روغتیا يي خدمات نشته .

داسې انتقادونه هم کیږي، چې د زېږون پرمهال میندو ته د ډاکټرو له خوا نه پاملرنه هم د دې لامل کیږي، چې مور او ماشوم دواړه له منځه لاړ شي.
XS
SM
MD
LG