د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۶

د کابل بانک پر بریدګر د اعدام حکم صار شو


په جلال اباد کې د کابل بانک پر څانګې ځان مرګۍ بریدګر زراجان چې نیول شوی اعدام به شي
په جلال اباد کې د کابل بانک پر څانګې ځان مرګۍ بریدګر زراجان چې نیول شوی اعدام به شي
د افغانستان سترې محکمې د جلال اباد په ښار کې د کابل بانک د مامورینو او مراجعینو پر وژونکي، د اعدام حکم صادر کړ.

ستره محکمه وایي، د کابل بانک د څلویښتو بې ګناه مامورینو او مراجعینو د وژونکي د اعدام حکم به د ولسمشر له توشیح وروسته عملي شي.

د افغانستان د سترې محکمې د قضاییه قوې اداري امر ډاکترعبدالمالک کاموي د وژونکي د اعدام په هکله ازادۍ رادیو ته وویل:

(قاري مطیع الله مشهور په محمود، زرعجم د ابوبکر زوی او داد محمد چې د جلال اباد په ښارکې یي پر کابل بانک تروریستي برید کړی، پر دوي د جزا حکم صادر شوی.

په مطیع الله او زر عجم درې واړو محکمو د اعدام حکم صادر کړی او پر دادمحمد شل کاله بند.)

پېښه چې د بانک د کمرو په ذریعه عکاسي او ویډیو شوې په کې لیدل کیږي چې یو زلمی کلاشینکوف په لاس، د کابل بانک د ننګرهار په څانګه کې پر ایسارو خلکو له یوه سره ډزې کوي او وژني یي.

امنیتي چارواکي وایي، قاتل له پېښې یوه ورځ وروسته تیر کال د حوت په لومړي نېټه ونیول شو.

له پېښې وروسته د افغانستان د بشر د حقونو ارګانونه او زیاتره افغانان له برید کوونکي سره د قانوني چلند غوښتونکي شول .

د افغانستان د بشر د حقونو د خپلواک کمیسیون یو چارواکي شمس اله احمدزي وایي:

(د عدلي او قضایي ارګانونو هیله ده، چې د قضیو پر وړاندې غوڅې پریکړې وکړي، دا پریکړې چې بې ګناه خلکو ته زیان ونه رسیږي او مجرم له جزا بچ نه شي)

د افغانستان خلک هم د خپلو بې ګناه خلکو وژونکي نه بخښي، دوي وایي:

(کرزي صاحب هم ویلي و، چې دا اشخاص باید اعدام شي، که اعدام عملي شي نورو ته به عبرت شي او بیا به داسې کار تکرار نه شي.)

ځینو افغانانو سره دا اندیښنه ده چې د افغانستان ولسمشر د اعدام په پېښو کې له ډیر احتیاط څخه کار اخلي او داسې نه چې د دې مجرم د اعدام حکم توشیح نه کړي.

خو ستره محکمه وایي، داسې خلک چې ملي امینت ته زیان او بې ګناه خلک وژني، پرې صادر شوی حکم به له توشیح پاتې نه شي .

راپور: خان محمد(سیند) ، کابل

په ویډیو کې تاوتریخوالی زیات دی :

XS
SM
MD
LG