د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۵

د فضل عبدالله د وژنې هرکلى وشو


فضل عبدالله
فضل عبدالله
چارواکي وایي چې په ۱۹۹۸ م کال کې په کینیا او تانزانیا کې د هغو تروریستي حملو مشکوک طراح په موګه دیشو کې د سومالیایي ځواکونو په ډزو وژل شوی چې د امریکا پر سفارتونو شوې وې او په نتیجه کې یې له ٢٠٠ زیات کسان وژل شوي وو.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې هیلری کلینتن پرون په تانزانیا کې د فضل عبدالله محمد د وژل کېدو هرکلی وکړ اوویې ویل چې بالاخره پر دغه تروریست چې په نایروبي او دارالسلام کې یې ډېرې وژنې ترسره کړي او ډېر بېګناه کسان یې په درد او رنځ اخته کړي، عدالت تامین شو.

د فضل عبدالله محمد وژنه پر القاعده شبکې په شپږو اوونیو کې د دې شبکې د مشر اسامه بن لادن له وژلو وروسته درېیم ستر ګوزار دی.

د می په دويمه د بن لادن له وژل کېدو وروسته د القاعده د عملیاتو یو بل لوړپوړی مشر الیاس کشمیری چې په ۲۰۰۸ م کال کې پر ممبۍ د تروریستي حملو تورن و، وژل شوی و.

فضل څوک و؟

فضل عبدالله محمد چې په ۱۹۹۸ کال کې په کینا کې د امریکا پر سفارت د تروریستي حملې په خاطر چې شا و خوا ۲۲۴ کسان په کې ووژل شول، د امریکا تر تعقیب لاندی و.

په دغه حمله کې چې اکثره کینیایان وژل شوي، لس تنه امریکایان وو.

ګومان کیږی فضل چې د امریکا فدرالي پولیس ( اف بي ای) یې په تعقیب کې و، په شمالي افریقا کې د القاعده مشر او سومالیا کې د الشباب سخت دریځې ډلې یوه مهمه څېره وه.

د سومالیا چارواکي وایي، د فضل مړینه د ډې ان اې په معایناتو سره تایید شوې ده.

هغه د جون په اوومه نېټه له یوې امنیتي پوستې سره د ډزو په تبادله کې وژل شوی و.
XS
SM
MD
LG