د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۴۱

پکتیا:د سړک د غاړې په بمي چاودنه کې زده کوونکي وژل شوي


د پكتيا ولايت په نسبي نا امنه ولسوالۍ زرمت كې د سړک د غاړې د بمي چاودنې له امله د ښوونځي اتو تنو زده كوونكو ته مرګ ژوبله اوښتې.

په ګردېز كې د حكومتي ملكي روغتون مسوولينو ازادۍ راډيو ته وويل، چې په دې چاودنه كې دوه تنه زده كوونكي وژل شوي او د يو كليوال كروندګر په ګډون شپږ تنه نور زده كوونكي سخت ټپيان شوي دي.

ياد مسوولين وايي، چې په ټپيانو كې د دريو تنو ماشومانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى او د بشپړې درملنې په موخه يې كابل ته واستول.

په ياده پېښه كې يو تن ټپي شوی زده كوونكي عبدالله د پېښې د رامنځته كېدو په اړه ازادۍ راډيو ته د خپلو سترګو ليدلى حال داسې ووې:

( زه له مكتب را روان وم، په لاره كې په يوه كډي كې چا بم ايښى و، هغه وچاوده او موږ ټول يې زخميان كړو، نه پوهېږو چې دا به چا ايښى وي.)

بل خوا د دې ولايت د پوهنې رياست مسؤلين وايي، چې د پېښې قربانيان د زرمت ولسوالۍ اړوند جانې خيلو ښوونځي زده كوونكي دي، چې له رخصتۍ نه ورسته كورونو په په لاره وو.

د پوهنې رياست د امنيتي مسايلو مسوول انجينر علي محمد ياري ازادۍ راډيو ته وويل، چې په دې پېښه كې د وژل شوي او ټپي شوېو ماشومانو وژنه په غندي او په جنګ كې له ښكېلو غاړو يې وغوښتل چې ماشومان او د ښوونځيو زده كوونكي هدف ونه ګرځوي.

بل خوا تر دې مهاله د دغې پېښې مسؤليت كومې ډلې پر غاړه نه دى اخيستى، خو د سيمې خلک وايي، چې په ځمكنيو ماينونو او ورته پېښو كې وسله وال طالبان لاس لري.

دغه خلک وايي، چې له يوې خوا له وسله والو طالبانو سره خواخوږي او له بلې خوا د همدې وسله والو له ډاره څوک دا نه شي ويلاى چې دغه ډول چاودنې وسله وال طالبان تنظيموي.

پاتې دې نه وي چې له دې وړاندې هم د زرمت او ځدراڼو په سيمه كې د ډول، ډول امنيتي پېښو له امله د ښوونځيو زده كوونكو ته مرګ ژوبلې اوښتې، خو دغه وروستې يې تر ټولو خونړۍ بلل كېږي.

لمر نيازى - پكتيا
XS
SM
MD
LG