د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۸

پيښور:د تیرې شپې بمي چاودنې ۱۳۰تنه مړه او ټپیان کړل


امنيتي مسوولین وايي، په پيښور کې د تیرې شپې بمي چاودنې یوسلو دیرشو تنو تنه ته مرګ ژوبله واړوله.

دا چاودنه بیګا تر نیمې شپې وروسته د پيښور ښار صدر بازار ته څیرمه د یوه هوټل مخې ته شوې.

د پيښور پولیسو د معلوماتو له مخې بیګا تر نیمې شپې وروسته صدر بازار ته څیرمه د خيبر سپر مارکيټ نومي سیمې د یوه هوټل په پخلنځي کې د ګازو سلنډرچاودنه وشوه او همدا چې د شاوخوا ودانیو خلک او د نژدې پوستې امنیتي ساتونکي د مرستې لپاره سیمې ته ورسیدل نو ناڅاپه پرې د یوه ناڅرګند کس له لوري ځانمرګی برید وشو.

پولیسو ویلي، چې برید کوونکی پر موټر سايکل سپور و چې د خلکو په ګڼه ګوڼه کې یې له ملا تړلیو چاودیدونکیو موادو ته چاودنه ورکړه.

د پيښور پولیسو یوه مشر افسر اعجاز خان چې د پېښې په ځای کې یې خبریالانو ته مالومات ورکول وویل، چې په چاودنه کې ۳۴ تنه وژل شوي او اته نوي نور ټپيان دي:

(لومړی یوه وړه چاودنه وشوه، همدا چې پولیس، ژورنالیستان او عام خلک د پيښې ځای ته ورسیدل نو پينځه دقیقې وروسته یوه بله زوروه چاودنه وشوه.

له شواهدو څرګندیږي، چې دا چاودنه یو ځانمرګی برید و چې پر موټرسايکل د یوه سپاره کس له خوا شوې.

د پولیسو د لومړنیو تحقیقاتو له مخې په چاودنه کې تر لسو کلو پورې چاودیدونکي مواد کارول شوي.)

نوموړي وژل شوي ټول ولسي خلک وبلل، خو زیاته یې کړه چې په ټپيانو کې د پولیسو د دوو عالي رتبه افسرانو په ګډون اته تنه سرتيري شامل دي.

بل خوا د پيښور د جرنیلي یا ليډی ريډنګ روغتون سرچینو بیا د یوشمېر ټپيانو روغتیايي حالت نازک بللی، د دې روغتون یوه مسوول ډاکتر له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې وویل:

(روغتون ته شاوخوا سل تنه ټپيان راوړل شوي، چې له دې ډلې د څوارلسو یا پنځلسو روغتیايي حالت نازک دی او پاتې نور یې نسبتاُ ښه دي.

په وژل شوېو کې ځینې یې یې د اور په لمبو سوځيدلي او تر اوسه یې لا هويت نه دي مالوم.

د ترلاسه شوېو اسنادو له مخې وژل شوي ټول ولسي خلک دي او تر اوسه دې روغتون ته د هیڅ کوم دولتي مقام مړی نه دی راوړل شوی.)

خيبر سپر مارکيټ د صدر بازار مرکزي څلور لارې شمال لور ته په شاوخوا یو کیلومترۍ او له حساسې پوځي سیمې سره په څو مترۍ کې موقعیت لري.

په دې سیمه کې د خيبر اجنسۍ د دولتي استازي یا پولیټيکل اجنټ پر دفتر سربيره د پوځي افسرانو اوعالي رتبه دولتي مامورینو استوګنځي، د مطبوعاتو، د سینما او تیاتر د ممثلانو دفترونه، شخصي ليلیې او ګڼ شمېر دوکانونه او په شاوخوا دوه کیلومترۍ کې د پيښور هوايي ډګر او د پوځ نور مرکزونه مقعیت لري چې تر کلکې امنيتي څارنې لاندې ساتل کیږي.

خو دا لومړی ځل نه دی چې د ښار په دې حساسه سیمه کې دا ډول پېښه کیږي، له دې وړاندې تیره میاشت په همدې سیمه کې د خيبر ایجنسۍ د یوه خبریال په موټر چاودنه وشوه چې په ترڅ کې یې نوموړی ځای پر ځای ووژل شو.

بل خوا دوه اوونۍ وړاندې د همدې سسیمې په شاوخوا درې کیلومترۍ کې د سي ای ډي پولیسو پر یوه تحقیقاتي مرکز د موټر بم حمله وشوه، چې د پولیسو په ګډون ګڼ شمېر خلکو ته یې مرګ ژوبله واړوله.

دا په خيبر پښتونخوا کې د روان میلادي کال په لومړېو شپږو میاشتو کې اوولسمه چاودنه ده چې د پولیسو د مالوماتو له مخې تر اوسه ټولټال ۱۸۰ تنه په کې وژل شوي.

که څه هم د چاودنو دا لړۍ د اوږدې مودې راهیسې روانه ده خو په مۍ میاشت کې په دې هېواد کې د القاعده ډلې د مشر اسامه بن لادن تر وژنې وروسته دا لړۍ څو وارې تیزه شوې.

د پاکستان د وسله والو طالبانو تحريک د ډیری چاودنو مسوولیت منلی، خو د ننیو هغو پړه لا چا پر غاړه نه ده اخیستې.

مجيب الرحمان انګار،پيښور
XS
SM
MD
LG