د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۶

ګیلاني:په افغانستان او پاکستان کې سوله او ثبات زموږ یوازینې هدف دی


که څه هم د اسلام اباد په اعلامیه کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د همکارېو پراخې ساحې جوتې شوي، خو د دواړو هېوادونو د مشرانو ترمنځ د خبرو زیات تمرکز په افغانستان کې د سولې او پخلاینې په روانو هڅو وو.

دا اعلامیه اسلام اباد ته د ولسمشر کرزي د سفر په دویمه او وروستۍ ورځ په داسې حال کې خپره شوه، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سولې ګډ کمیسیون خپله لومړنۍ غونډه جوړه کړه.

د پاکستان صدراعظم، چې له دې غونډې وروسته له افغان ولسمشر سره په یوه خبري غونډه کې راڅرګند شو په افغانستان کې د پخلاینې د روانو هڅو لپاره د هر ډول ملاتړ ډاډ ورکړ.

یوسف رضا ګیلاني په خپلو خبرو کې په افغانستان کې سوله او ثبات د پاکستان لپاره ضروري وبلله او ویي ویل، چې دوي هرهغې همکارۍ ته چمتو دي، چې د افغان حکومت له خوا یي غوښتنه وشي:

(موږ په افغانستان او پاکستان دواړو کې سوله او ثبات غواړو، دا زموږ یوازینې هدف دې، چې په افغانستان کې د سولې او پخلاینې د روانو هڅو ملاتړ وکړو.

پاکستان په دې برخه کې هر هغه ملاتړ ته تیار دې، چې د افغان دولت له خوا یي غوښتنه وشي، ځکه یو باثباته، سوله من، خپلواک او خوشحال افغانستان د پاکستان په ګټه دې.)

تر دې یوه ورځ مخکې د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري هم خپل افغان سیال ته دا ډاډ ورکړ، چې د سولې په هڅو کې له افغانستان سره هر ډول همکارۍ ته چمتو دي.

د سولې د ګډ کمسیون د لومړنۍ غونډې مشري افغان ولسمشر او د پاکستان صدراعظم په غاړه درلودله، چې په کې د دواړو هېوادونو امنیتي او استخباراتي چارواکو هم ګډون کړې وو.

د پاکستان صدراعظم په اعلامیه کې شاملو ځینو موادو ته په اشارې وویل، چې دواړه خواخوې ژمنې دي، چې د تروریزم په خلاف په مبارزه کې هم په ګډه کار وکړي.

خو افغان ولسمشر حامد کرزي بیا د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکارېو د پراخولو او د سولې د ټینګښت لپاره د لا زیاتو عملي ګامونو غوښتنه وکړه.

ده که څه هم د دواړو هېوادونو ترمنځ د سولې د ګډ کمسیون لومړنۍ غونډه ګټوره وبلله، خو ټینګار وکړ، چې د کمسیون راتلونکي غونډې په منظم ډول ترسره شي، څو د پرمختګ زمینه برابره کړي:

(د سولې د ګډ کمیسیون لومړنۍ غونډه رغنده او د دواړو لوریو لپاره قانع کوونکې وه او زه هیله مند یم، چې په راتلونکو ورځو کې به فرعي کمېټې هره میاشت ناستې وکړي او د اکتوبر په میاشت کې به د کمسیون ابتدایي ناسته جوړه شي.)

افغان او پاکستاني مشرانو که څه هم د سولې او دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او کلتوري اړیکو د پیاوړې کولو لپاره، چې په اعلامیه کې یي ذکر شوې وروستي پرمختګونه مهم وبلل، خو په ورته وخت کې یي له امریکا سره په درې اړخیزه توګه په کار کولو هم ټنیګار وکړ.

دا ټینګار په داسې حال کې کیږي، چې اوس مهال پاکستان د امریکا تر سخت فشار لاندې دې، څو د القاعده او طالب مشرانو په خلاف په عملیاتو کې ورسره همکاري وکړي.

خو دا نه ده څرګنده، چې د امریکا دا فشار به په افغانستان کې د پخلاینې د روانو هڅو لپاره د پاکستان د همکارۍ ژمنې تر کومه حده تر پوښتنې لاندې راولي.

د حمید مومند دا راپور د همدې پاڼې په کیڼ اړخ کې دږغ له برخې اوریدلای شئ
XS
SM
MD
LG