د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۰

سوريه وايي د وسلوالو ډلو مشران يې نيولي


سوریه وایي، پوځ یې د هېواد په شمال لویدیځ کې د ترکیې پولې ته نږدې په جسر الشغور ښار کې د وسله والو سازمانونو مشران نیولي دي.

پوځ د جمعې په ورځ په سيمه کې عملیات پیل کړل او په راپورونو کې ویل شوي چې د لومړي ځل لپاره یې پر مظاهره کوونکو باندې د هلیکوپټرو ډزې وکړې.

واشنګټن د جمعې په ورځ د دوى په وینا، د سوریې د حکومت سخت زور زیاتی غندلی او د ملګرو ملتو امنیت شورا ته د اروپایي ټولنې د غړیو هېوادونو د پریکړه لیک د استولې مسودې ملاتړ یې وکړ.

په دې مسوده کې له امنیت شورا څخه غوښتل شوي چې د سوریې حکومت وغندي تر څو د خلکو له ځپلو لاس واخلي.

د جمعي په ورځ د سوریې په مختلفو برخو کې په زرګونو کسانو د جمهور رییس بشار الاسد پر ضد مظاهرې وکړې او د بشري حقونو څارونکې ډلې وایي، په شخړو کې لږ تر لږه ۲۵ کسان وژل شوي دي.

د سوریي دولتي ټلویزیون وویل، په وسلو سمبالو تروريستي ډلو د مرات النعمان په سیمه کې د پولیسو مرکزونه سوځولي دي او یو شمېر امنیتي ځواکونه یې وژلي دي.
XS
SM
MD
LG