د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۷

یوناما د ۸۲سلنه ملکي تلفاتو پړه پر مخالفینو واچوله


په افغانستان کې په جګړې کې له ښکیلو خواوو څخه له بیا بیا غوښتنې سره سره چې په خپلو عملیاتو کې د ملکي خلکو د ژوند خوندیتوب ته پام وکړﺉ، د ملکي مرګ ژوبلې ګراف مخ په لوړېدو دی.

په کابل کې یوناما یا د ملګرو ملتونو دفتر په خپل یوه راپور کې ویلي، چې له ۲۰۰۷ کال راهیسې تیره میلادي میاشت په افغانستان کې د ملکي خلکو لپاره تر ټولو خونړۍ وه چې نږدې زرو ملکي کسانو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې.

په راپور کې راغلي، چې په تیرې مې میاشت کې په افغانستان کې ۳۶۸ ملکي کسان مړه شوي او ۵۹۳ تنه ټپیان شوي.

په راپور کې د زیاترو ملکي خلکو د مرګ ژوبلې پړه پر وسلوالو مخالفینو اچول شوې او ویل شوي، چې په دغو کسانو کې یې دوه اتیا فیصده د وسلوالو مخالفینو او دولس فیصده د دولت پلوو ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوي او شپږ فیصده نور یې د دواړو خواوو د ډزو په تبادلې کې وژل شوي چې ستونزمنه ده پړه یې پر کومې مشخې ډلې واچول شي.

د یوناما د دفتر یوه ویاند نظیف الله سالارزي د دې راپور په اړه په خبرو کې ازادۍ راډیو ته وویل، چې د اوړي په را رسېدو سره د ملکي تلفاتو د لا ډیریدو اندیښنه موجوده ده:

(د اوړي په راتګ سره جګړې زیاتیږي چې په دې سره د ملکي تلفات شمېره هم زیاتیږي نو ځکه ملګري ملتونه غواړي چې ښکیلې خواوې دې خپلې هڅې لاګړندې کړي.)

په راپور کې راغلي چې یو څلویښت فیصده ملکي کسان د وسلوالو مخالفینو له خوا د ځای پرځای شوېو چاودیدونکو موادو په چاودنو کې وژل شوي دي.

له وسلوالو مخالفینو په بیا بیا غوښتل شوي چې په خپلو فعالیتونو کې د ملکي خلکو خوندیتوب ته پاملرنه وکړي.

خو دا چې د دې ستونزې مخنیوی څرنګه کیدای شي، د چارو کارپوهان یې په اړه بیلابیل نظرونه لري.

د پوځي چارو یو تن کارپوه نورالحق علومي له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې یو علت یې د دولت کمزوري هم وبلله چې په وینا یې د مخالفینو بریدونه مخکې له مخکې نه شي شنډ کولای.

خو تر دې پخوا افغان چارواکو ویلي و، چې امنیتي ځواکونه د مخالفینو له نوي فیصدو نه د ډیرو بریدونو مخنیوي کوي.

په تیرو څو کلونو کې ملکي تلفات د افغان دولت او نړېوالې ټولنې ترمنځ هم د لانجو محور پاتې شوی، څو ورځې مخکې ولسمشر حامد کرزي بهرنیو ځواکونو ته خپل وروسته خبرداری هم ورکړ ا و ویې ویل، که یې بیا د خلکو کورونه بمبار کړي وي، نو دوي ته به د اشغالګرو په سترګه وکتل شي.
XS
SM
MD
LG