د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۹

ولسي جرګې د تیرې چهار شنبې پریکړه عملي کړه


ولسي جرګې د تېرې چهارشنبې د ورځې وروستی پریکړه د شنبې په ورځ عملي کړه.

جرګې پریکړه کړې وه، چې که حکومت د کابیني پاتې وزیران، د مستقلو ریاستونو رییسان او د سترې محکمې درې تنه غړي ور معرفي نه کړي، دوي به په ټول رسمي وخت کې غلې پاتې او پر یوې اجنډا به هم بحث ونه کړي.

د شنبې په ورځ کله چې د کابیني د پاتو غړو لست ور ونه رسېد، د جرګې ریيس عبدالروف ابراهیمي د جرګې احتجاج داسې اعلان کړ:

(نن زموږ او ستاسې اجنډا د احتجاج په ډول خاموشي ده، ترڅو د حکومت د لوري سر پرست وزیران، د سترې محکمې د عالي شورا درې تنه غړي او د مستقلو ریاستونو ریيسان ولسي جرګې ته معرفي کړي.)

د ولسي جرګې غړو ویل، له څلور میاشتې راهیسي دوي په مسسله توګه له دولت څخه په رسمي توګه غوښتي چې د حکومت د اوو وزارتونو وزیران دی ور معرفي کړي.

دوی ویل اوس مهال د اوبو او برېښنا، مخابراتو، عامې روغتیا، د ښځو د چارو، لوړو زده کړو، ښاري پراختیا او ترانسپورت وزارتونه وزیران نه لري او چارې یي سرپرستو وزیرانو ته سپارل شوي دي.

د جرګې غړو د شنبې په ورځ له هرو پنځو دقیقو وروسته په زوره زوره میزونه ډبول چې درزا یي په سالون کې انګازې کولې.

د جرګې ځیني غړو ویل، دا پرحکومت د زور اچولو تر ټولو اغیزمنه لاره ده او حکومت به مجبور کړي چې ژر تر ژره د کابیني پاتې غړي ور معرفي کړي، د جرګې غړی انجینر صاحب خان وویل:

(موږ غواړو حکومت مجبور شي چې د کابیني پاتې غړي را معرفي کړي ځکه چې دا څلورمه میاشت ده چې حکومت وعدې کوي چې عملي کوي یي نه.

که بیا وزیران معرفي نه شي او جرګه پریکړه وکړي موږ به خپل احتجاج ته دوام ورکړو.)

د جرګې ځیني غړو بیا احتجاح ، غلې پاتې کیدل او په رسمي وخت کې هیڅ کارنه کول او یوازې میزونه ډبول د ستونزې د حل لاره نه بلله او له پیل شوي احتجاج سره مخالف وو.

په دې هکله د جرګې غړې ارین یون ازادۍ رادیو ته وویل:

(د ولسي جرګې یوه ورځ ضایع کول هیڅکله هم نه جبران کیږي، ملت ولسي جرګې ته سترګې په لاره ده، باید په هره دقیقه کې ورته خدمت وکړای شي، دا د ستونزې د حل لاره نه ده باید په دې ورځ پر قوانینو کار شوی وای.)

دا لومړی ځل نه دی، چې په ځینو حالاتو کې د حکومت او ولسي جرګې ترمنځ شخړه راپورته کیږي.

د ولسي جرګې په تیره دوره کې هم څو ځلي د ځینو قوانیو پرسر د حکومت او ولسي جرګې تر منځ ناندرایزې شخړې راپورته شوې وې.

د اوسني ولسي جرګې او حکومت ترمنځ تر ټوله لویه شخړه د انتخاباتي درغلیو لپاره د ځانګړې محکمې جوړیدل دي، چې ولسي جرګې یي غیر قانوني ګڼي او حکومت وایي چې دا د هېواد د معتبر قانوني ارګان یعنې سترې محکمې د پریکړې او وړاندیز له مخې جوړه شوې ده .

د کابیني د پاتې وزیرانو د معرفي کولو په هکله د ولسمشر ویاند په خبري ناستو کې څو څو ځلي ویلي دي چې د کابیني پاتې وزیران به په لږه موده او مناسبو شرايطو کې ولسي جرګې ته معرفي شي.

راپور:خان محمدسیند،کابل
XS
SM
MD
LG