د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۷

په کابل کې به د برقي بسونو پروژه بیا فعاله شي


د افغانستان د هوایي چلند او ترانسپورټ وزارت وایي، چې په کابل ښار کې د برقي بسونو د پروژې پلي کول د جمهوري ریاست منظورۍ ته ځنډیلې.

د دې وزارت ویاند ننګیالی قلاتوال د شنبې په ورځ ازادۍ راډیو ته وویل، چې د ترانسپورټ وزارت د دې پروژې د پلي کولو لپاره خپل ټول لومړني کارونه تر سره کړي.

ښاغلي قلاتوال وایي، د برقي بسونه پروژه چې مخکې هم د چک د جمهوریت په تخنیکي مرسته جوړه شوې وه د دې پروژې د بیا فعالولو په برخه کې ېې د چک د جمهوریت همکاري هم جلب کړې ده.

نوموړی وایي، که څه هم دمګړۍ په ټول ښار کې د دې پروژې د پلي کولو لپاره اسانتیاوې نه دي برابرې شوي، خو ويي ویل، چې ټاکل شوې ده دغه بسونه، د کابل د نړېوال هوایي ډګر، دارلامان او کمپنۍ سړکونه چې پراخه جوړ شوې ورکړي:

(د ترانسپورت او هوايي چلند په پام کې لري ترڅو د کابل لپاره د برقي بسونه پروژه بیرت ورغول شي په دې اړه مو جمهوري ریاست ته وړاندیز کړی چې کله يي منظوري راشي نو انشالله عملي به شي.)

قلاتوال وایي، که څه هم تر اوسه پورې دی وزارت د برقي بسونو، شمېر او د هغوي لګښت په پام کې نه دی نیولی، خو وایي، چې د جمهوري ریاست د اقتصادي کمېټې تر منظوری وروسته به یي چارې په بیړه بشپړې کړي.

نوموړی واېې، دترانسپورټ وزارت په پام کې لری، د دې پروژې د عملي کولو لپاره په ښار کې د موټرونو ګڼه ګوڼه راکمه کړي.

قلاتوال وایي، د برقي بسونو د پروژې د عملي کولو لپاره به په کابل ښار کې د تونس موټرو په تګ راتګ بندیز ولګوي او د شخصي موټرونو فعالیتونه به د ښار څخه د باندې په نورو لینونو تنظیم کړي.

خو د کابل ښار یوشمېر اوسیدونکي چې په کابل ښار کې د نورو بسونو له خدمتونو څخه ناراضه دي د برقي بسونو پروژې پلي کولو ته خوشبین دي.

دوي وایي، که چېرې دا پروژه په واقیعت کې عملي شي، نو په ښار کې به د موټرونو د دودونو او ګڼې ګوڼې مخنیوی وشې او هم به خلک په کمه بیه د ښار له یوې سیمي څخه بلې ته په اسانۍ تګ راتګ وکړي.

د هوایي چلند وزارت چارواکي که څه هم په کابل ښار کې د بسونو د خدمتونو له امله د خلکو شکایت پرځای ګڼې خو وایې، چې دوي د دې بسونو د فعالیت لپاره تم ځایونه نه لري.

د هوایي چلند او ترانسپورټ وزارت همدا راز په نږدې راتلونکي له هند څخه د زر عرادې نورو بسونو د رانیولو خبر هم ورکړ.

دغه وزارت وایي، چې دا نو واردیدونکي بسونه به د برقي بسونو له پروژې سره یوځای د ښار په نورو سیمو کې ښاري خدمتونه وړاندې کړي.

د ترانسپورټ وزارت داسې مهال د کابل ښار لپاره د بسونو د اسانتیاوو د برابرولو په لټه کې چې په تیرو څو کلونو کې له افغانستان سره مرسته شوې بسونه ویجاړ شوي او ډیر شمېر نور یې د ویجاړېدو په حال کې دي.

راپور: ذکیه غیاثي،کابل
XS
SM
MD
LG