د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۶

کندهار:د سړک د غاړې بم په چاودنه کې ١٥ ملکيان ووژل شول


د ملکي وګړو يو ټونس موټر چې نن لس بجې د خاکريز ولسوالۍ څخه ارغنداب ولسوالۍ ته روان وو، د سياسنګ په سيمه کې ور باندې د سړک د غاړې بمي چاودني وشوې.

د کندهار د امنېي قومندانۍ د امنيت امر شېرشا يوسفزى وايې، چې په دغه چاودنه شپاړلسو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د امنيت د امر په وينا په وژل شوو کې اته کوچنيان څلور ښځې او درې تنه نارينه دي او په پېښه کې يوه بله ښځه هم ټپي شوې، چې د درملنې لپاره روغتون ته وړل شوي:

(( د سياسنګ په دره کې ورباندې چاودنه شوې پنځلس مړه دي، چې ماشومان دي ښځې دي او نارينه دي يوه ښځه هم ټپي شوې))

د کندهارد امنيت امر د دې پېښې مسوول وسلوال طالبان بولي، د ده په خبره وسلوال طالبان د دوي او نړېوالو ځواکونو لپاره پر لويو لارو ماينونه ايږدي چې ډير وخت يي قربانيان ملکي وګړي وي .

خو د دولت وسلوالو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي .

دا په داسې حال کې ده، چې تيره مياشت هم په يوه ورته پېښه کې د پنجوايي ولسوالۍ په سپيروان سيمه کي ېد يوې خيريه موسېسې لس تنه کاريګر ووژل شوه او اته ويشت تنه نور زخميان شوه .

محمدصادق رښتينى،کندهار
XS
SM
MD
LG