د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۴

په پکتیا کې له تاریخ تیره داروګانو شکایت کیږي


د پكتيا ولايت اوسېدونكي وايي، چې د ولايت په مركزاو ولسواليو كې د بې كيفيته ، ناقانونه او له وخت تېرو دواګانو خرڅلاو روان دى او دغه ناقانونه كار ورځ تر بلې پراخېږي، خو په مخنيوي كې يې مسوولين پاتې راغلي.

دوي وايي، حكومتي ادارې او روغتيا رياست د دغه ناقانونه كار په مخنيوي كې پاتې راغلي، خو د روغتيا رياست مسوولين بيا وايي: له ډېر پخوا راهيسې يې د ناقانونه دواګانو راټولول او له منځه وړل پيل كړي.

هغه كسان چې خپله او يا هم د كورنۍ نور غړي يې په كومه ناروغۍ اخته دي، وايي پنډ – پنډ دواګانې خوري، خو نه يوازې ښه كېږي نه بلكې نورې ستونځې هم ورته پېښېږي.

دوي زياتوي، د ناروغيو د اوږدېدو غټ لامل بې كيفيته او ناقانونه دواګانې دي چې، په بازار كې په خلاص مټ خرڅېږي، خو روغتيا رياست او نور مسوولين يې په مخنيوي كې پاتې راغلى.

د ګردېز ښار يو تن اوسېدونكى احمد ګل وايي:

( له ډېر پخوا راهيسې مو له حكومت څخه د هغو درملتونونو د بندولو غوښتنه كړې، چې ناقانونه، له وخت تېرې يا هم بې كيفيته دواګانې پلوري.)

دا چې په پكتيا كې ناقانونه او د ټيټ كيفيت دواګانې په ازاد ډول پلورل كېږي، سترګې ترې نه شي پټېداى، خو ډاكټران او د روغتيايي مسايلو څارونكي يې د اوږد مهاله بد اغېزو خبره كوي.

خو د پكتيا روغتيايي مسوولين بيا وايي، چې دغه ستونځه د ټول هېواد په كچه ده او چورلټ مخنيوى يې هم ګران دى.

د عامې روغتيا رييس ډاكټر نادر نوري د دغه كار مخنيوى ځكه ناشونى بولي چې ټولې ناقانونه دواګانې هېواد له ناقانونه لارو راوړل كېږي.

نوموړى زياتوي چې تر دې مهاله يې په ټنونو بې كيفيته دواګانې راټولې كړې او سوځولې دي، خو له روغتيا وزارت غوښتنه كوي چې د دې كار د بنسټيز مخنيوي لپاره دې د هېواد په ټولو زونونوكې د دواګانو د كيفيت كتنې مركزونه جوړ كړي .

ليدل كېږي، چې په پكتيا كې له يوې خوا د همدې ناقانونه او ټيټ كيفيت دواګانو له امله، ناروغان په مياشتو او كلونو رنځ ګالي او له بلې خوا له طبي وسايلو سره د ټيكنالوجيستانو د نابلدتيا له امله د ناروغيو ناسم تشخيص هم لويه ستونځه ده، چې په يوه جلا ريپورټ كې به يې روښانه كړو.

پكتيا په جنوب ختيځ كې پروت غرنى ولايت دى چې له ګاونډي هېواد پاكستان سره ۱۴۳ كيلومتره پوله لري چې ترې لسګونه ناقانونه لارې تېرې شوي او ويل كېږي د دواګانو په شمول ډېرى ناقانونه توكي پر همدې لارو راوړل كېږئ.

راپور – لمر نيازى - پكتيا
XS
SM
MD
LG