د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۲

زرداري د سیمې امنیت له افغانستان سره تړلی وباله


د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري وايي، هېواد یې په افغانستان کې د سولې له بهيره بشپړ ملاتړ کوي او په دې برخه کې هرې مرستې ته چمتو دی.

نوموړي دا څرګندونې د جمعې په ماښام په اسلام اباد کې د افغانستان له ولسمشر حامد کرزي سر تر کتنې وروسته یوې ګډې خبري غونډې ته په وینا کې وکړې.

زرداري د سیمې امنیت له افغانستان سره تړلی وباله او زیاته یې کړه، چې د افغانستان له امنيت پرته په سیمه کې امنيت نه شي راتلای.

د افغانستان ولسمشر حامد کرزی د جمعې په ورځ ماسپښين د یوه اتیا کسيز پلاوي په مشرۍ په دوه ورځني سفر اسلام اباد ته رسیدلی.

له نوموړي سره په دې سفر کې د هېواد د بهرنیو چارو وزیر، د پوځ لوی درستيز، د سولې عالي شورا مشر او څو تنه غړي او نور عالي رتبه دولتي مسوولین ملګري دي.

افغان ولسمشر تیر ماښام د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې د دې هېواد له ولسمشر اصف علي زرداري سره وکتل او د سیمې او دواړو هېوادونو ته د ور پېښو حالاتو په اړه یې سره خبرې وکړې.

زرداري د دې پوښتنې په ځواب کې چې دولت به یې د پاکستان له خاورې پر افغانستان باندې د حقانی شبکې د بریدونو د مخنيوي او په خپله خاوره کې د دې شبکې د فعالیتونو د ختمولو په برخه کې څه اقدامات وکړي او هم دا چې د افغانستان له دولت سره د افغان طالبانو د یو ځای کېدو په برخه کې څه کولای شي وویل:

(تر کومې چې د شرخوښو او تروريستانو خبره ده نو هغوي په هرځای کې په هره بڼه شته دي، خو تر کومې چې په اوسنیو حالاتو کې زموږ د رول خبره ده نو موږ هر وخت هرې مرستې ته چمتو یو.)

نوموړي زیاته کړه، له هغې ورځې چې د ده ګوند واک ته رسیدلی د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکو کې د پام وړ ښه والی او پرمختګ راغلی او تمه یې څرګنده کړه چې تر دې سفر وروسته به دا اړيکې نورې هم پیاوړې شي.

د دې پوښتنې په ځواب کې چې په پاکستان کې د القاعده ډلې د مشر اسامه بن لادن تر وژنې وروسته پر دې هېواد نړېوال فشارونه زیات شوي، چې باید د دې ډلې د نورو غړو پرضد چې ګومان کيږي په ورته توګه په نورو ښارونو کې پټ شوي جدي اقدامات وکړي، زرداري وویل:

(دا جنګ زموږ خپل جنګ دی، ترهګر زموږ اولادونه وژني، ځکه نو په دې لړ کې پر موږ هیڅ ډول فشار نشته.)

تر نوموړي وروسته د افغانستان ولسمشر حامد کرزي په خپله وینا کې د پاکستان د مرستو یادونه وکړه او ویې ویل، چې دا هېواد د افغانستان په بیا ودانۍ کې د پام وړ چارې ترسره کوي.

نوموړي پاکستان خپل دویم کور وباله او زیاته یې کړه، چې دې هېواد د نورو مرستو تر څنګ ګڼ شمېر افغان محصلینو ته د زده کړې اسانتیاوې برابرې کړي.

حامد کرزي او د ورسره پلاوی یې په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د دې هېواد د ولسمشر تصف علي زرداري، صدر اعظم یوسف رضا ګیلاني، د پوځ لوی درستیز جنرال اشفاق پرويز کیاني، د هوايي او سمندري ځواکونو د قوماندانانو، د کابينې غړېو او نورو عالي رتبه دولتي مقاماتو له خوا تود هرکلۍ وشو.

بل خوا د افغانستان د سولې عالي شوار رئیس برهان الدین رباني په اسلام اباد کې د جمعیت علمای اسلام ډلې له مشر مولانا فضل الرحمان سره تر کتنې وروسته یوې ګډې خبري غونډې ته په وینا کې وویل، چې له نوموړي سره یې په افغانستان کې د سولې بهير د پرمختګ او د کشالې پر هواري ګټورې خبرې وکړي.

مولانا فضل الرحمان په خپلو خبرو کې وویل، چې دی په افغانستان کې د سیاسي حل غوښتونکی دی او په دې لړ کې د سولې له بهیره بشپړ ملاتړ کوي.

حامد کرزی به سبا د پاکستان له صدراعظم او د پوځ لوی درستیز سره خبرې وکړي او د دواړو هېوادونو د سولې د ګډ کمیسیون پرانیسته به وکړي.

د دې ترڅنګ ټاکل شوې د دواړو هېوادونو د کابینې وزیران او نور عالي رتبه مامورین به د اړوندو مسایلو په اړه سره خبرې کوي چې ویل کیږي د ترانزیت او سوداګرۍ نوی تړون هم په کې شامل دی.

مجیب الرحمان انګار،پيښور
XS
SM
MD
LG