د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۹

جنرال جان الن د پټرايوس پر ځاى ونومول شو


ولسمشر بارک اوباما پرون جنرال جان الن په افغانستان کې د امریکا او ناټو د ځواکونو د عمومي قوماندان د دندې لپاره رسماً ونوماوه.
ولسمشر بارک اوباما پرون جنرال جان الن په افغانستان کې د امریکا او ناټو د ځواکونو د عمومي قوماندان د دندې لپاره رسماً ونوماوه.
په داسې حال کې چې له افغانستانه د امریکايي سرتېرو د وتلو په اړه خبرې اترې روانې دي، ولسمشر بارک اوباما پرون جنرال جان الن په افغانستان کې د امریکا او ناټو د ځواکونو د عمومي قوماندان د دندې لپاره رسماً ونوماوه.

په همدې حال کې لېون پانېتا چې د امریکا د دفاع وزیر د مقام لپاره نومول شوی وايي، دی د ولسمشر بارک اوباما د دې نظر پلوي دی چې له افغانستانه باید د پام وړ امریکايي سرتېري واېستل شي، خو په عین حال کې د دفاع اوسني وزیر رابرټ ګېټس چې د کار دوره یې په نژدې راتلونکې کې پای ته رسېږي خبرداری ورکړی چې باید له افغانستانه زیات شمېر سرتېري ونه اېستل شي.

له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل، هغه موضوع ده چې پرون نه یوازې په بروکسل کې د ناټو د دفاع وزیرانو په غونډه کې بلکې، د امریکا په سنا کې هم توده وه.

د امریکا د استخباراتو د مرکزي ادارې CIA مشر لېون پنېتا چې د دفاع وزیر په توګه د خپل نوي مقام د تاییدلپاره پرون د سنا استماعیه غونډې ته حاضر شوی و، دا نظر تایید کړ چې په راروانه سرطان میاشت کې له افغانستانه د وتونکو سرتېرو شمېر باید د پام وړ وي.

ښاغلي پنېتا د سنا د پوځي خدماتو د کمیټې د مشر کارل لېوېن د دې پوښتنې په ځواب کې چې آیا دی له دې نظر سره چې له افغانستانه د وتونکو سرتېرو شمېر باید د پام وړ وي موافق دی کنه، په ځواب کې وویل، هو، دی د ولسمشر اوباما له څرګندونو سره موافق دی.

د سنا په استماعیه غونډه کې وروسته جمهوري غوښتونکي سناتور جان مک کېن د CIA له اوسني مشر څخه د وتونکو سرتېرو د شمېر پوښتنه وکړه. پنېتا د څرګندې شمېرې له ښودلو ډډه وکړه خو ویې ویل چې په افغانستان کې امنیتي حالت ښايي په دې اړه په پرېکړه کې مهم رول ولوبوي. پنېتا وویل، په افغانستان کې پرمختګ شوی، خو ده په ډاګه کړه چې دا پرمختګ له ګواښ سره مخامخ کېدای شي:

(په افغانستان کې موږ د امنیت په برخه کې پرمخ تللي یو، که څه هم دا پرمختګ ښايي ماتېدونکی وي او بېرته په شاشي. خو بیاهم زه باور لرم چې د امنیت د ښېګڼې په چاره کې پرمختګ شوی. همداراز موږ د افغان ځواکونو- د پولیسو او د ملي اردو د روزنې په چاره کې ښې لاس ته راوړنې لرو. زه فکر کوم په هغه برخه کې چې باید پرمختګ وشي، د سالمې ادارې برخه ده.)
د ښاغلي پنېتا دا نظر د امریکا د دفاع د اوسني وزیر رابرت ګېټس له څرګندونو سره چې وايي، له افغانستانه د سرتېرو په اېستلو کې باید بېړه ونشي په څرګند تضاد کې دی.

په افغانستان کې موږ د امنیت په برخه کې پرمخ تللي یو، که څه هم دا پرمختګ ښايي ماتېدونکی وي او بېرته په شاشي.
پانېتا

په بروکسل کې د ناټو د دفاع د وزیرانو په پرونۍ غونډه کې ټینګار وشو چې د پلان له مخې د ۲۰۱۴ کال ترپایه له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو وتل باید بشپړ شي، خو په بېړه د سرتېرو د اېستلو په اړه هم خبرداری ورکړل شو. د امریکا دفاع وزیر رابرت ګېټس وویل، افغانانو ته د امنیتي مسوولیتونو سپارل باید په غور، هماهنګۍ او نظم ترسره شي، او د جرمني د دفاع وزیر توماس دو مېزېري وویل، دی پوهېږي چې امریکا غواړي خپل ځواکونه وباسي خو ده زیاته کړه چې هېواد یې د بېړنیو اقداماتو په اړه اندېښنه لري.

د ناټو عمومي منشي اندرېس فوګ رسموسېن د دې اندېښنو په اړه وویل، له افغانستانه د نړیوالو سرتېرو اېستل به کلونو او میاشتو ته نه، بلکې امنیتي وضعیت ته په پام سره وي. رسموسېن زیاته کړه:

(د ځواکونو په اېستلو کې به بېړه ونشي او دا خبره په نننۍ غونډه کې تایید شوه. برعکس په آیسف کې شامل ټول شریکان به ترپایه پورې پر خپلو ژمنو ولاړ وي.)

په داسې حال کې چې په سرطان میاشت کې له افغانستانه د وتونکو امریکايي سرتېرو د شمېر په اړه بېلابېلې څرګندونې کېږي، د امریکا دفاع وزارت پرون اعلان وکړ چې ولسمشر بارک اوباما ډګرجنرال جان آر آلن د څلورم ستوري په ورکولو سره په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ د نړیوالو ځواکونو آیسف د عمومي قوماندان د مقام لپاره ونوماوه. د پنټاګون له خبرپاڼې سره سم، همداراز ډګرجنرال کورتیس ام سکاپاروټي د آیسف د مرستیال او د امریکايي ځواکونو او آیسف د ګډې قرارګاه د قوماندان په توګه نومول شوی دی.

که د امریکا سنا دا وړاندیز تایید کړي نو د پلیو سمندري ځواکونو ډګرجنرال جان آلن به د جنرال دیویدپېټرایوس ځای، چې اوباما د استخباراتو د مرکزي ادارې CIA د مشرۍ لپاره نومولی ډک کړي.
XS
SM
MD
LG