د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۲

ولسمشر کرزى به د پاکستان له سفره څه لاسته راوړي؟


ولسمشر کرزى او د پاکستان صدراعظم يوسف رضا ګېلاني
ولسمشر کرزى او د پاکستان صدراعظم يوسف رضا ګېلاني
د افغانستان جمهور رئیس په داسې حال کې اسلام اباد ته سفر کوي چې څه باندې یوه میاشت وړاندې د ایبټ اباد یوه پوځي مرکز ته نژدې د القاعده ډلې د مشر اسامه بن لادن تر وژل کیدو وروسته د پاکستان او امریکا اړيکې ترينګلې شوي او دا هیواد د نړیوالو له سختو فشارونو سره مخ دی.

د دې ترڅنګ پاکستاني طالبانو هم له دغې پيښې سره سخت عکس العمل وښود او پر پاکستاني ځواکونو یې د مرګوني بریدونو خبر داری ورکړ.

دغې ډلې په کراچۍ کې د پاکستان د سمندري ځواکونو پر یوې مهمې اډې د وسله وال برید او ګڼ شمير نورو چاودنو او حملو مسوولیت منلی او په راتلونکي کې یې ددې لړۍ دلاپسې غځولو ګواښ کړی.

په پيښور کې د نیوز ورځپانې مدير رحیم الله یوسفزی د افغانستان د کشالې د هواري په لړ کې د حامد کرزي دا سفر کټور بولي او وايي چې په اوسنیو حساسو شرائطو کې دا ډول سفرونه نه یواځې دا چې د دواړو لوریو ترمنځ د بې باورۍ په کمولو کې ګټور ثابتیدی شي بلکې په افغانستان کې د سولې د ټينګښت په برخه کې هم ترې د ښو پایلو تمه کیدی شي:

(د پاکستان په خاوره کې دننه د اسامه بن لادن تر وژنې وروسته نوې مسلې مخې ته راغلي،یانې تر دې پېښې وروسته تاسې وکتل چې پاکستاني طالبان ددې هیواد پر پوځ او پولیسو حملې کوي.څو ورځې وړاندې موږ وکتل چې یو زیات شمیر وسله والو چې ویل کیږي پاکستاني طالبان ول او کونړ ولایت څخه دیخوا را اوښتي ول په دیر کې یې د پاکستان پر سرحدي پوستو بریدونه وکړل او ګڼ شمير پاکستاني سرتيري یې ووژل.نو دغو مسائلو ته په کتو سره زما په نظر دا سفر ډیر مهم دی)

په داسې حال کې چې دافغانستان دولت له خپلو وسله والو مخالفینو سره د سولې او روغې جوړې هڅې کوي او لویدیځ هیوادونه هم اوس له وسله والو طالبانو سره دخبرو اترو هرکلی کوي یوسفزی همدې خبرې ته په اشارې وايي :

(ددې سفر یو بل مهم ټکی دادی چې دوی به د افغانستان د سولې عالي شورا د پيل کړل شویو هڅو په باب هم خبرې کوي او د حل لارو راویستو هڅې به یې کويڅ)

ټاکل شوې چې په دې سفر کې د دواړو هیوادونو د جمهورو رئیسانو په
مشرۍ د سولې ګډ کميسیون هم پرانستل شي.

د دې کمیسیون د جوړولو پریکړه په تیره جنوري میاشت کې اسلام اباد ته د افغانستان د سولې عالي شورا د مشر برهان الدین رباني په مشرۍ د یوه عالي رتبه پلاوي دسفر پر مهال شوې وه.

د دې کمیسیون د جوړولو هدف له وسله والو مخالفینو سره د افغان دولت د سولې د خبرو اترو لړۍ څارل او پرمخ بیول ښودل کیږي.

د پاکستان پيپلز ګوند دیوې ډلې مشر او د کورنیو چارو پخوانی وزیر افتاب شيرپاو ددې کمیسیون جوړیدل يو ښه اقدام بولي خو په دې لړ کې د دواړو حکومتونو رښتينې همکاري د بريالیتوب اساسي شرط ګڼي :

(تروریزم د دواړو هیوادونو ګډه ستونزه ده خو په دې برخه کې به هغه وخت پرمختګ کیږي چې دواړوه لوري سره رښتيني همکاري وکړي)

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې د حامد کرزي ددې سفر هرکړی او دایې د د دواړو هیوادوونو او ولسونو ترمنځ د اړيکو په لا پياوړي کولو کې یو ګټور ګام بللی.

حامد کرزی په داسې حال کې پاکستان ته سفر کوي چې د افغانستان لپاره د امريکا نوي نومول شوی سفير ریان کروکز وړمه ورځ ددې هیواد دمشرانو جرګې د بهرنيو اړيکو کمېسيون ته په خپلو څرګندونو کې وویل چې په افغانستان کې به حالات تر هغې پورې سم نشي، څو پورې چې پاکستان په سيمه کې د ترهګرو پر ضد جدي او مهم ا قدامات نه وي کړي.

که څه هم پاکستان تل افغان دولت او نړیوالې ټولنې ته په دې لړ کې دمرستې ډاډ ورکړی خو دا هیواد لا هم له طالبانو سره په مرستو او اړیکو لرلو تورنیږي.

مجيب الرحمان انګار، پېښور
XS
SM
MD
LG