د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۰

جرمني:امریکا باید له افغانستانه د سرتیرو په ایستلو کې محتاط وي


د شمالي اتلانتیک یا د ناټو د غړو او ټولو هغو نورو هېواونو د دفاع وزیران چې په افغانستان کې سرتیري لري د د دفاع وزیران نن په بروکسل کې غونډه لري.

دوي غواړي مخکې له دې چې د بارک اوباما حکومت له افغانستان څخه د سلو زرو امریکايي عسکرو د ویستلو لړۍ د جولای په میاشت کې پیل کړي د افغانستان پر حالاتو بحث وکړي .

د جرمني د دفاع وزیر توماس دمیزیرپه دې غونډه کې د احتیاط غوښتنه وکړه او ویي ویل، جرمني د متحده ایالاتو پر دې تصمیم پوهیږي خو ویې ویل چې موږ هم اندیښنې لرو ځکه چې که زیات شمېرعسکر له افغانستان څخه وویستل شي افغانستان کې به د ناټو ستراتیژي هغسې چې موافقه ورباندې شوې ده تطبیق نه شي .

ښاغلي دومیزیر هیله څرګنده کړه، چې د امریکا ولسمشر په دې اړه له احتیاطه کار واخلي .

د اسوشیت پریس خبرې اژ انس په وینا په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو لوی قوماندان جنرال دیوید پترویاس په غونډه کې د ناټو او نورو هېوادونو دفاع وزیرانو ته معلومات ورکړل .

ښاغلي پترویس په راتلونکو ورځو کې ولسمشر بارک اوباما ته د امریکایي ځواکونو د ایستلو لپاره خپل پلان وړاندې کړي، خو سره له دې چې امریکا غواړي د خپلو ځواکونو شمېر په افغانستان کې لږ کړي د ناټو عمومي منشي ښاغلی اندرس فوګ راسموسن غونډې ته وویل، چې ناټو تړون چمتو دی چې په افغانستان کې امنیتي مسولیتونه په ۲۰۱۴ کال کې افغاني ځواکونو ته وسپاري .

ښاغلی راسموسن طالب وسله والو ته په خطاب کې وویل، چې دوي باید له خشونته لاس واخلي او خپلې اړیکې د تروریستي شبکو سره وشلوي .

راسموسن د دفاع وزیرانو په دې غونډه کې چې د افغانستان پر لس کلنې جګړې باندې بحث کوي وویل، د اوسامه بن لادن پر ضد بریالي عملیاتو څرګنده کړه چې افراطیت راتلونکې نه لري او اوس د طالبانو لپاره د دې وخت را رسیدلی چې خپل انتخاب وکړي، یعنې دا چې خپلې اړیکې دې د القاعده شبکې سره وشلوي ، له خشونته دې لاس واخلي او د افغانستان دیمو کراتیک اساسي قانون ته دې درناوې وکړي .

د ناټو د دفاع وزیرانو په ننني غونډه کې د امریکا د فاع وزیر رابرت ګیتس هم ګډون لري دا دده وروستی سفر دی، چې د ناټو تړون مرکز ته یې کوي ځکه دی روانې میاشتی په پای کې تقاعد کوي .

د چهارشنبې په ورځ رابرت ګیتس د امریکا د پینځو پوځې متحدینو څخه وغوښتل، چې په لیبیا کې د معمرالقذافي د ځواکونو پر ضد هوايي عملیاتو کې د ناټو تر مشرۍ لاندی کیږي فعاله برخه واخلي، خو دغه هېوادونه تر اوسه کومه نوې ژمنه نه ده کړې.

د ښاغلي ګیتس اشاره جرمني ، پولنډ ، هسپانیې ، ترکیې او هالند ته وه، دا په داسې حال کې ده چې د ناټو ځواکونه د لیبیا پر پایتخت طرابلس باندې هوايي حملو ته زور ورکړی، نن سهار هم اوو هوايي بریدو د طرابلس ښار ولړزاوه .
XS
SM
MD
LG