د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۷ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۰۰

کرزی په پاکستان کې له مخالفو سیاسي ډلو سره هم ګوري


د افغانستان ولسمشر به پاکستان ته د سفر په ترڅ کې له حکومتي چارواکو سر بیره د مخالفو سیاسي ډلو له مشرانو په ځانګړي توګه د مسلم لیک نواز د ډلې له مشر سره هم وګوري.

د ولسي جرګې لومړي مرستیال خالد پشتون چې دوه ورځې مخکې یې په ارګ کې اسلام اباد ته د دې سفر په اړه معلومات ترلاسه کړي د دې سفرپه اړه ډیر جزییات ورنه کړل خو د پنجشنبې په ورځ یې ازادۍ راډیو ته وویل، چې ولسمشر کرزی به له نواز شریف او د ځینو نورو مخالفو سیاسي ګوندونو له مشرانو سره هم خبرې وکړي.

ښاغلي پشتون وویل، دوي تمه لري چې ولسمشر کرزی او ورسره پلاوی وتوانیږي پاکستان دیته وهڅوي چې د افغانستان په اړه دوه ګونی سیاست پریږدې او له دې هېواد سره ریښتینې همکاري وکړي:

(پخوا به د اقتدار له څښتنانو سره خبرې کیدې خو دا ځل له مخالفو اپوزیسیونونو سره خبرې کوو.)

سره له دې چې اسلام اباد ته د ولسمشر کرزي د سفر په اړه د ارګ په ماڼۍ کې چارواکو څه ونه ویل، خو ویل شوي چې په دې سفر کې به له ولسمشر کرزي سره د کابینې او ملي شورا یو شمېرغړي هم ملګري وي او له پاکستان سره به د تروریزم پرضد د رښتینې مبارزې، په افغانستان کې د سولې له پروسې سره د نوموړي هېواد په مرسته او ځینو نورو مهمو مسایلو خبرې وکړي.

پاکستان ته د ولسمشر کرزي سفر په نوموړي هېواد کې د اسامه بن لادن له پیدا کیدو او وژل کیدو نه څه باندې یوه میاشت وروسته په داسې حال کې چې پاکستان د نړېوالو تر سخت فشار لاندې دی ترسره کیږي.

د کابل پوهنتون استاد او د سیاسي چارو کار پوه ډاکټر فاروق بشر هم وایي، چې دا سفر په مهم وخت کې پاکستان ته ترسره کیږي او کابل باید هڅه وکړي چې پر اسلام اباد د نړېوالو له موجوده فشارونو څخه زیاته ګټه واخلي:

(که د ناټو او امریکا فشار پر پاکستان نه وي راغلی نو په ریښتینی دوي موږ سره همکاري نه کوي. )

که څه هم ډاکټر بشر وویل، چې د پاکستان د حکومت له مخالفو سیاسي ګوندونو سره د ولسمشر کرزي خبرې به ځانګړې ګټه ونه لري ځکه چې د ده په خبره د افغانستان په اړه هغوي هم خپل منفي سیاست تجربه کړی خو دا یې څرګنده کړه چې د تروریزم سره د رښتینې مبارزې او د افغان دولت له وسله والو مخالفانو سره د سیاسي روغې جوړې په برخه کې که هغوي وغواړي ډیر څه کولای شي.

په پاکستان کې د اسامه بن لادن او الیاس کشمیري له وژل کېدو نه وروسته نړېوالې ټولنې په ځانګړي توګه امریکا او ناټو پر پاکستان سیاسي فشارونه زیات کړي او نوموړي هېواد ته یې ویلي چې باید د تروریزم پرضد مبارزه کې خپلې هڅې ډیرې کړي.

د امریکا د استخباراتي ادارې مشر لیون پنیتا او د افغانستان لپاره د نوموړي هېواد نوي سفیر راین کراکر په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې د تروریزم مهم مرکزونه په پاکستان کې دي او له هغه ځایه تروریستان په افغانستان کې پر نړېوالو ځواکونو حملې ترسره کوي.

افغان حکومت هم له ډیرو کلونو راهیسې همدا وایي، چې د تروریستانو ځالې او د روزنې اډې له دې هېواد څخه بهر دي او باید چې د تروریزم ضد ایتلاف یې پر وړاندې جدي اوعملي ګامونه اوچت کړي.
XS
SM
MD
LG