د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۳

د م.م په تورلیسټ کې د سولې د عالي شورا ۵ تنه غړي هم شامل دي


د سولې د عالي شورا مرستیال عطا الله لودین
د سولې د عالي شورا مرستیال عطا الله لودین
د افغانستان له خوا د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ته په سپارل شوي لسټ کې لږ تر لږه پنځه کسان یې د سولې د عالي شورا غړي دي، چې باید له تور لسټ څخه وویستل شي.

د دې شورا مرستیال عطاء الله لودین له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، چې دوی په مجموعي ډول د اووه څلویښتو کسانو یو نوملړ ملګرو ملتونو ته استولی، چې باید له تور لسټ څخه وویستل شي.

د ده په خبره تمه ده، چې د امنیت شورا د بندیزونو کمیټه به د روانې میاشتې تر نیمایي پورې لږ تر لږه د شلو کسانو نومونه له دې لسټ څخه وباسي.

ښاغلی لودین که څه هم په دې نوملړ کې د شاملو ټولو کسانو په اړه معلومات وړاندې نه کړل، خو لږ تر لږه د هغو دریو کسانو نومونه یې واخستل، چې د دې شورا غړي دي.

″هیله لرو، چې په دې ورځو کې د شلو تنو نومونه له دې لسټ څخه وایستل شي او د جولای په میاشت کې رسماً اعلان شي. هغه کسان چې دننه په افغانستان کې دي په دې لیست کې شامل دي.

کیدای شي ارسلا رحماني، روحاني او فوزي صاحب په دې لیست کې واوسي.″

ښاغلې حبیب الله فوزي په سعودي عربستان کې د طالبانو د رژیم شاژدافیر و، حال دا، چې مولوي ارسلا رحماني د طالبانو په نظام کې د لوړو زده کړو وزارت مرستیال او پیر محمد روحاني د کابل پوهنتون رییس پاتې شوی دی.

د دې شورا یو بل غړي، چې نه یی غوښتل نوم یی واخستل شي ازادي راډیو ته وویل، چې په دې لسټ کې د طالبانو د واکمنۍ د امربالمعروف رییس مولوي قلم الدین او په ملګرو ملتونو کې د طالبانو استازی عبدالحکیم مجاهد هم شامل دی.

ښاغلی لودین وایي، چې د ملګرو ملتونو په تورلسټ کې ډير شمیر کسان یا وژل شوی، یو شمېر لادرکه او ځینې یې لاهم په جګړه کې ښکیل دي.

دی وایي، چې یو شمیر هغه طالبان، چې په تور لسټ کې شامل دي، په ازاد ډول ګرځې، ځیني یې د امریکا په ګوانتانامو او بګرام کې لاهم بندیان دي او څه یې د سولې د عالی شورا غړي دي.

افغان حکومت هم وایي، چې دوی د امنیت شورا له تور لسټ څخه د یو شمېر طالب مشرانو د نومونو د ویستلو لپاره خپلې سپارښتنې کړي دي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند جانان موسی زی، دې ته خوشبینه دی، چې د لسو ورځو په موده کې به د اوولسو کسانو نومونه له تورلست څخه وویستل شي.

دی وړاندې وایي:

″له دې لیست څخه د نومونو د ایستلو په برخه کې ځیني شرایط موجود دي. یو دا چې د هغه کس نوم چې د ملګرو ملتونو له تور لیسټ څخه لرې کیږي، باید کتبي تعهد وکړي، چې نورو به له تروریستي ډلو سره اړیکه نه نیسي او هوډ به کوي، چې د سولې له پروسې سره یوځای کیږي.

د افغانستان حکومت لپاره دا معیار مهم دی، چې ملګرو ملتونو ته باید د هغو کسانو نومونه ورکړي، چې د سولې بهیر ته به ګټور تمامیږي.″

ویل کیږي، د شاوخوا شلو کسانو نومونه به د ملګرو ملتونو د امنیت د شورا له پریکړې وروسته چې د روسیې په ګډون شاوخوا یولس غړي هیوادونه یې غړیتوب لري، له غور وروسته له تور لست څخه وویستل شي.

روسیه لا هم له دې ویره لري، چې ښایي طالبان له القاعده سره خپلې اړیکې وپالي او په دې شک لري، چې د طالبانو اسلامي تحریک به د افغانستان د اوسنی سیاسي نظام سره مرسته ونه کړي.

دا چې روسیه د ملګرو ملتونو د امنیت په شورا کې د ویتو یا ردولو حق لري د تور لست څخه د طالب مشرانو د نومونو د ویستلو په وړاندې ښایي یو لوی خنډ وي.

خو د ملګرو ملتونو یو استازی چې کابل ته په یو رسمي سفر راغلی وایي، چې روسیه لا هم په دې اړه خبرو ته تیاره ده او ممکن د افغان دولت له خوا وهڅول شي، چې خپل مخالفت پای ته ورسوي.

په ورته وخت کې دا هم ویل کیږي، چې د امنیت شورا غواړي د القاعده او طالبانو تورلسټ سره جلا کړي او د دې یو اساسي علت دا دی، چې القاعده یوه نړیواله اجنډا لري، حال دا، چې د طالبانو هدف یوازې په افغانستان پورې محدوده دی.

رپورټ: مخفي عزیزي
XS
SM
MD
LG