د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۹

پانيتا: له افغانستانه د امريکايي عسکرو د وتلو ملاتړ کوم


ليون پانيتا، چې ډېر ژر به د رابرټ ګېټس پر ځاى د دفاع د وزير په توګه خپله دنده پيل کړي
ليون پانيتا، چې ډېر ژر به د رابرټ ګېټس پر ځاى د دفاع د وزير په توګه خپله دنده پيل کړي
لیون پانیتا چې ډېر ژر به د امریکا د دفاع وزارت چارې ترلاسه کړي وایي، دی له افغانستانه په مسوولانه ډول د امریکایي عسکرو د ایستلو ملاتړ کوي او په دې توګه هغه پوښتنې بې ځوابه پرېږدي چې وایي ایا پانیتا به له راتلونکې میاشتې له دې هېواده د بارک اوباما د یو زیات شمېر عسکرو د ایستلو د پلان ملاتړ وکړي او که نه؟

پانیتا چې اوس د امریکا د استخباراتو د مرکزي ادارې مشر دی، سناتورانو ته په خبرو کې وویل چې امریکا د افغانستان په جګړه کې کافي پرمختګ ترلاسه کړی چې اوباما ته د دې زیات امکانات برابروي چې له دې هیواده عسکر وباسي.

خو هغه وویل، په دې اړه چې څه شمېر عسکر به په څومره وخت کې وایستل شي دا باید د جګړې په شرایطو پورې اړه ولري.

په دې وروستیو کې په امریکا کې په دې اړه چې څه شمېر عسکر به له افغانستانه ایستل کېږي بحثونه تاوده شوي خو پانیتا د مشرانو جرګې کمېټې ته په دې اړه محتاطانه څرګندونې وکړې.

هغه تر ډېره د امریکا د دفاع وزیر رابرت ګېتس او امریکایي قوماندانانو دلایل بیان کړل چې له دې هېواده یې د عسکرو پر تدریجي ایستلو ټینګار کړی څو د امنیت په برخه کې لاسته راوړنې له خطرسره مخامخ نه شي.

پانیتا دغه څرګندونې په داسې حال کې کړي چې د مشرانو جرګه سبا ته د هغه د ټاکنې د تایید لپاره استماعیه غونډې ته تیاری نیسي.

د هغه د څرګندونو د متن یوه کاپي اسوشیټېډ پرېس اژانس ترلاسه کړې ده.
که د مشرانو جرګه د دفاع د وزیر په توګه د هغه ټاکنه تایید کړي، د دفاع د وزیر په توګه به د هغه لومړنۍ دنده دا وي چې له افغانستان څخه د امریکایي عسکرو د وتلو امروکړي او دغه بهیر له نژدې وڅاري.

په افغانستان کې د امریکایي او ناټو ځواکونو قوماندان جنرال ډېوېد پترايوس ته دنده سپارل شوې چې په نژدې ورځو کې بارک اوباما ته د عسکرو د کمولو په اړه چې د جولاى له میاشتې پیلېږي، خپلې سپارښتنې وړاندې کړي.

له افغانستانه د زیات شمېر عسکرو د وتلو لپاره په وروستیو کې بحثونه وروسته له هغه زیات شوي چې د امریکا د کانګرس غړي او عادي امریکایان په پاکستان کې د القاعده د مشر اسامه بن لادن په وژل کېدو سره یو څه د ارامۍ احساس کوي او له بلې خوا هم پر دغې جګړې د ملیارډونو ډالرو لګښت د امریکا اقتصاد ته زیان رسولی دی.

د امریکا د استخباراتو د مرکزي ادارې رئیس به سبا ته د مشرانو جرګې د پوځي خدماتو د کمېټې په استماعیه غونډه کې د دغې جګرې په اړه د سناتورانو مستقیمو پوښتنو ته ځواب وایي.

تمه ده چې د دفاع د وزیر په توګه به د پانیتا ټاکنه په اسانۍ تایید شي او د روانې میلادي میاشتې په پای کې به له ګېتس څخه چې تقاعد کېږي، دغه مقام ترلاسه کړي.

پانيتا پاکستان ته هم پيغام ورکړ:

پانیتا دغه راز پاکستان ته د پنټاګون د چارواکو د ورته خبرداري خبره کړې او وایي، اسلام اباد باید د هغو وسله والو په وړاندې جدی اقدام وکړي چې د پاکستان له خاورې په افغانستان کې پر ځواکونو حملې ترسره کوي.

هغه وویل:

دا ډېره مهمه ده چې پاکستان باید په دې برخه کې خپله ژمنه پرځای کړي او دغه معامله پای ته ورسوي. د ټروریزم په وړاندې مبارزه کې په بشپړه توګه همکاري وکړي او د افغان طالبانو او نورو وسله والو ډلو پناهځایونه په خپله خاوره کې له منځه یوسي.

هغه همداراز وویل چې په پاکستان کې د امریکا د وروستیو عملیاتو وروسته چې په ترڅ کې یې د القاعده مشر اسامه بن لادن ووژل شو، امریکایانو له اسلام اباد څخه وغوښتل چې د ټرویزم په وړاندې مبارزه کې د همکارۍ د ثابتولو لپاره یولړ مشخص اقدامات وکړي.

په راتلونکې کې له امریکا څخه په امنیتي برخه کې د پاکستان د مرستو غوښتنې تریوه حده په دې پورې تړلي دي چې ایا اسلام اباد د امریکا د غې غوښتنې ځواب ویلی او که نه؟
XS
SM
MD
LG